افغانستان

په کندز کې د اوبو رسولو د یوې شبکې  چارې پیل شوې

د کندز د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د علي آباد ولسوالۍ په میرشیخ بلوچ کلي  کې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ او د وزارت د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې پروګرام په همکارۍ د ۸۰ میلیونو، ۹۷ زره او ۷ سوه افغانیو په لګښت په سولرپمپ سیستم سمبال د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پيل شوې.

د کندز د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د علي آباد ولسوالۍ په میرشیخ بلوچ کلي  کې د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ او د وزارت د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې پروګرام په همکارۍ د ۸۰ میلیونو، ۹۷ زره او ۷ سوه افغانیو په لګښت په سولرپمپ سیستم سمبال د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې پيل شوې. د کندز د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست استازی انجنير دوست محمد سيد زي وايي چې په یاده پروژه کې د ۷۰ زره او ۹۹ مترو په اوږدوالي د نلیکې غځول، کور په کور د ۱۵۲ نلکو( شیردهنونو) نښلول، د ۱۰۰ مترو په ژورتیا د ژورې څاه کېندل، د ۴۰ متر مکعب په لوړوالي د اوبو د زیرمې جوړول، د ۳۹ سولر ښېښو او د احاطوي دېوال جوړول شامل دي، چې په بشپړېدو سره به یې ۴۲۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.د یادونې وړده، چې له دې وړاندې هم د یاد ولایت د چهاردرې ولسوالۍ په یتیم کولابي او د اقتاش ولسوالۍ په جنت باغ کلیو کې د اوبو رسونې د دوو شبکو چارې پیل شوې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *