افغانستان

د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال د ایران د سفیر له مرستیال سره وکتل

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي د ایران هېواد د سفیر له مرستیال غلام رضا نجاري سره وکتل.

د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي د ایران هېواد د سفیر له مرستیال غلام رضا نجاري سره وکتل.

په دې کتنه کې د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې په کړنلاره رڼا واچوله او د دې شومې پدیدې په له منځه وړلو کې یې له دوی څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروسته، د ایران هېواد د سفیر مرستیال غلام رضا نجاري هم په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې د اسلامی امارت مبارزه وستایله او ويي ویل، چې د نشه یي توکو سره مبارزه د ټولو هېوادونو ګډ کار دی چې باید وشي.

نجاري د خپلو خبرو په دوام، مسوولینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *