سیاسی

ظالمو او جابرو استعمارګرو زمونږ پر هېواد ولې یرغلونه کړي؟

نادر افشار چې د خپلو خپلوانو په لاس ووژل شو، نو د هغه مېرمنې احمدشاه بابا رحمه الله ته خبر واستاوه چې نادر ووژل شو، ته راشه، د هغه د حرم ساتنه وکړه. نو بابا ورغی او د هغه د کور او حرم حفاظت یې وکړ، چې دهغې  په بدل کې د کوه نور الماس ورکړل شول. بابا په افشار ډېرګران و، په سفر او حضر کې به یې له ځانه نه لرې کاوه.

دوهمه برخه

ساجدالله عظمت

نادر افشار چې د خپلو خپلوانو په لاس ووژل شو، نو د هغه مېرمنې احمدشاه بابا رحمه الله ته خبر واستاوه چې نادر ووژل شو، ته راشه، د هغه د حرم ساتنه وکړه. نو بابا ورغی او د هغه د کور او حرم حفاظت یې وکړ، چې دهغې  په بدل کې د کوه نور الماس ورکړل شول. بابا په افشار ډېرګران و، په سفر او حضر کې به یې له ځانه نه لرې کاوه.

د نادر افشار له وژلو وروسته ټول افغانان خپل ټاټوبي ته راستانه شول، په کندهار کې د شېر سُرخ بابا په زیارت کې یې لویه جرګه دائره کړه. د هېواد د ټولو قومونو استازي په کې موجود وو. یاده جرګه تر اتو ورځو اوږده شوه، پایله یې و نه لرله، په نهمه ورځ د یاد زیارت متولي صابر شاه کابلي جرګې ته احمدشاه بابا د پاچا په حیث ور وپېژانده، چې دا مهال بابا  ۲۵  کلن و، بیا صابرشاه له پټي څخه د غنمو وږي راوړل او د بابا په پټکي کې یې وټومبل.

د غنمووږی خول و، وې ټومبه د ده په سر کې

مشرانو پرې امین کړه، څه چې و په دې محضر کې

د جرګې د ګډونوالو له خوا بابا د خپل واکمن، امیر او پاچا په حیث ومنل شو، د هغه د واکمن کېدا خبرونه تر لرې واټنه ورسېدل، نو د هندوستان ستر عالم او ولي حضرت شاه ولي الله رحمه الله بابا ته لیک راولېږه چې په هندوستان کې اسلام او مسلمانان له ستر ګواښ سره مخامخ دي، راشه او ویې ژغوره! د هغه د لیک په ځواب کې یې لښکر برابر کړ، د یو مجاهد، مبلغ او دعوتګر په حیث، نه د اشغالګر په توګه؛  مخ په هندوستان ور روان شو او د پاني پت په ډګر کې یې د مرهټیانو لښکر مات کړ او د ولي الله دهلوي غوښتنه یې پرځای کړه.

احمدشاه بابا ۷ ځله هند او ۲ ځله ایران ته د غزا په نیت لاړ او همداشان د هېواد شمال ته یې وزیر شاه ولي خان بامیزی ولېږه او د سرکښانو غوږونه یې پرې تاو کړل. بابا د لوی هېواد بنسټ کېښود، د هغه امنیت یې ټینګ کړ او له ډېرو منډو ترړو وروسته ناروغ او د  ۱۱۸۶ه ق  د رجب په شلمه د جمعې په شپه د 51 کلونو په عمر له نړۍ وکوچېده.

له بابا وروسته د هغه زوی تیمورشاه پاچا شو،  بغاوتونه وشول، هغه یې وټکول، د بخاری امیر (شاه مراد) پر مرو یرغل وکړ، پاچا تیمورشاه په خپله له ۱۰۰ زریز لښکر سره ورغی او روغه وشوه او د آمو سیند یې پوله وټاکله. تیمورشاه په  ۱۲۰۷ هـ ق  د شوال په اوومه په کابل کې مړ او همالته خاوروته شو. ده ۲۴ زامن درلودل، چې کشر  یې “شاه زمان خان” و. نوموړی د سردار پاینده خان په مرسته د کابل پر تخت کېناست. ولې له خپلو وروڼو سره په اخ و ډب اخته شو، فتوحات ترې پاتې شول، برعکس د بخاری پاچا او دایران واکمن اقامحمد قاجار یرغلونه پیل کړل او د سند میرانو او د پنجاب سیکانو په بغاوتونو لاسونه پورې کړل. د بخارا واکمنان یې له افغانستانه وځغلول، سیکان یې هم وټکول، لاهور یې بېرته ونیو او د سند میران یې هم  ایل کړل.

د شاه زمان خان سدوزي وروڼو محمود او همایون هم د پاچاهي له پاره جګړې کولې او آن له ګاونډي هېواد ایران څخه یې مرسته او همکاري غوښتله او په دې یې هیڅ شرم او عار نه کاوه، ولې شاه زمان خان د خپل محبوب نیکه احمدشاه ابدالي په څېر د هندي مسلمانانو مرسته کوله.

د شاه زمان خان د واکمني پر مهال ناپلیون له فرانسې سر راپورته کړ او مصر یې نیولی و. نوموړي د شاه زمان خان دربار ته پېغام راولېږه چې د انګرېزي یرغلګرو قواوو مخه آن په هند کې ډب کړي،  نو دی هم مخ په هند روان شو، له رنجیت سنګ سره یې خبرې وکړې، چې هغه یې هم اطاعت ته غاړه کېښوده. انګرېزانو له قاجاري دولت سره تړون وکړ، چې که افغان پاچاه په برېتا نوي هند یرغل وکړي، نو ایرانیان به پر افغانستان بریدونه کوي!!

د شاه زمان خان پر مهال په هېواد کې داخلي جګړې وې، نو ځکه انګرېزانو او ایرانیانو جګړو ته زړونه ښه کول. یعنی د پردیو د یرغلونو اساسي عوامل داخلي اختلافات وو. او بل عمده سبب د ناپلیون او انګرېزانو سیالي وه چې زموږ هېواد یې له ګواښ سره مخ کړی و. شاه زمان خان په پېښور کې د هند د وضعیت په سمولو  بوخت و، چې شاه محمود او وزیر فتح خان د ایران پاچاه فتح علي شاه قاجار په لمسون پر افغانستان یرغل وکړ، شاه زمان خان مقابلې ته ورودانګل، ولې له بده مرغه شاه زمان خان اسیر او د خپل ورور شاه محمود له خوا ړوند شو.

په دې سره د انګرېزانو او د افغانستان د نورو دُښمنانو زړونه یخ شول.

شاه محمود سدوزی واکمن شو خو اختیارات ټول له فتح خان سره وو اوپه ټول هېواد کې جګړې پيل شوې، شاه محمود یې هم ارام ته پرې نه ښود، د شاه زمان سکنی ورور شجاع الملک (شاه شجاع) په پېښور کې اوسېده، هغه د خپل ورور د غچ اخیستلو او واک نیولو لپاره را وخوځېد، ولې د محمود لښکرو په اشپان کې ماتې ورکړه، شاه محمود  سدوزی په داخلي اخ و ډب کې ښکیل و. د وزیر شاه ولي خان زوی مختارالدوله شیر محمد خان شاه شجاع ته بلنه ورکړه، نو هغه هم په  ۱۸۰۳ز  کې له پېښوره کابل ته راغی او په تخت کېناست، شاه محمود یې وباښه. شاه شجاع په  ۱۸۰۴ز  د کشمیر پنجاب او سند د تصفیه کولو لپاره روانیده خو د شاه محمود زوی  کامران  په کندهار کې راپورته شو، شاه شجاع ورته راوګرځېده، د هغه پاڅون یې ختم او بېرته یې د کندهار حاکم کړ. د سند یاغي امیران یې هم ایل کړل، بیا کشمیر ته وخوځېده، ولې د هېواد داخلي فضاء خرابه وه او انګریزان هم تر لودهیانې پورې رارسېدلي وو. د فرانسې له بریو هم وېرېدل،            نو یو استازی یې پېښورته دشاه شجاع دربارته ولېږه او یو دفاعي تړون یې ورسره وکړ. (یادونه: له انګرېزانو سره د شاه شجاع غم نه و، خپل رقیب [فرانسه] یې پرې ایساروله.)

د یاد تړون له امله شاه شجاع د افغانانو له پامه سپک شو، نو شاه محمود او وزیر فتح خان دوه کاله په جنګونو کې مصروف  او په پای کې یې مات کړ، اوله ماتې وروسته هندته انګرېزانو ته ور وتښتېده. هغو همالته وساته، تر څو بیا کار ترې واخلي. او شاه محمود دوهم ځل واکمن او په عیاشۍ بوخت شو، واک اختیار یې فتح خان ته ور پرېښوده.

شاه محمود سدوزی او فتح خان محمدزی هم تر ډېره سره و نه چلېدل، د شاه محمود د زوی  کامران  له خوا لومړی ړوند او بیا ووژل شو. نو د هغه په وروڼو یې بد اغېز وکړ او د محمود خلاف یې جګړې پيل کړې،  کابل یې ونیو او امیر دوست محمد خان واکمن شو.

د افغانستان له ګډوډۍ نه په استفادې رنجیت سنګ هم له پنجابه تر پېښوره سیمه ونیوله. دوست محمد خان مقابلې ته ورته راووت خو ځان یې کمزوری ولیده، بیرته له خیبره ستون شو. دا مهال روسی استازی کابل ته راغی،  د کابل واکمنان یې د سند نیولو ته وهڅول، څو د انګریزانو د پرمختګ مخه ونیسي.

نور بیا…

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *