جهان
کېم جونګ اون د ځانګړي اورګاډي په واسطه روسیې ته تللی
د کوریا دولتي خبري اژانس د خبر له مخې؛ د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون دوشنبې ناوخته له پوینګ یانګ څخه د ځانګړي اورګاډي په واسطه د روسیې شمال ته رسېدلی دی.
د کوریا دولتي خبري اژانس د خبر له مخې؛ د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون دوشنبې ناوخته له پوینګ یانګ څخه د ځانګړي اورګاډي په واسطه د روسیې شمال ته رسېدلی دی.
خبر زیاتوي چې په دغه سفر کې د شمالي کوریا د حکومت او د دغه هېواد د کارګر ګوند ځینې لوړ پوړي چارواکي د کېم جونګ اون ملګري دي خو د دغه پلاوي رسمي غړي لا نه دي کره شوي، چې څوک په کې شامل دي.
د یاد خبري اژانس له لوري په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي، چې کېم جونګ اون دغه سفر د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل کړی دی.
روسیې ته د شمالي کوریا د مشر کېم جونګ اون دغه سفر په داسې مهال کېږي، چې پرون مسکو کې د کرېملېن ویاند دیمیتري پسکوف ویلي وو، د دواړو هېوادونو مشران به په روسیه کې وګوري او د علاقې وړ موضوعاتو باندې به خبرې وکړي.