افغانستان

د زابل احصایې ریاست ۱۴.۵میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي

د زابل د احصايې او معلوماتو ریاست مسوولینو، په تېر یونیم کال کې ۱۴.۵میلیونه افغانیو د راټولولو خبر ورکړی دی.

د زابل د احصايې او معلوماتو ریاست مسوولینو، په تېر یونیم کال کې ۱۴.۵میلیونه افغانیو د راټولولو خبر ورکړی دی. د زابل د احصایې او معلوماتو رییس مولوي ګل محمد احمد د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې تراوسه د یاد ولایت په کچه ۹۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوي او د وېش بهیر یې په چټکۍ سره روان دی. د نوموړي په وینا د تېر یونیم کال را په دې خوا د زابل د احصایې او معلوماتو ریاست د برېښنايي او کاغذي پېژندپاڼو د وېش له درکه ۱۴ نیم میلیونه افغانۍ عواید راټول او د دولت خزانې ته یې سپارلي دي. په ورته وخت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د مرکز کارکوونکو وویل، خوښ دي چې دوی ته د کارزمینه هم برابره شوې ده او خلکو ته خدمت کوي او له خلکو یې وغوښتل چې د برېښنايي پيژند پاڼو د اخیستلو لپاره دې هڅه وکړي ترڅو خپل ځان او د کورنۍ غړو ته برېښنايي تذکرې واخلي. یو شمېر خلک چې د زابل له بیلابیلو سیمو د برېښنايي پېژندپاڼو د ترلاسه کولو لپاره راغلي وو د پروسې له آسانتیاوو یې خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د برېښنايي پېژندپاڼې اخستل ډېره مهمه او په ورځني ژوند کې ارزښت لري. د یادونې وړ ده، چې د زابل په کچه شاجوی ولسوالۍ او مرکز کلات کې د برېښنايي پېژندپاڼو ۲ مرکزونه فعال دي چې کارونه یې په عادي توګه روان او خلک یې له خدماتو خوښ دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *