جهان

د شمالي کوریا مشر له روسیي ولسمشر سره ګوري

د امریکا متحده ایالات وایي، ټاکل شوې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون له ولادیمیر پوتین سره په روسیه کې وګوري.

د امریکا متحده ایالات وایي، ټاکل شوې د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون له ولادیمیر پوتین سره په روسیه کې وګوري. د سپینې ماڼۍ له لوري په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې کېم جونګ اون به په دغې لیدنه کې د پیونګ یانګ له لوري مسکو ته د وسلو د ورکړې په اړه خبرې وکړي.مخکې تر دې ځینې امریکا یي چارواکو ویلي وو، چې روسیه له شمالي کوریا څخه د وسلو د ترلاسه کولو په اړه خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره میاشت د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو په مشرۍ یو پوځي پلاوي شمالي کوریا ته سفر وکړ او هلته یې له لوړ رتبه چارواکو سره وکتل.د شمالي کوریا له لوري د مسکو د وسلو پېرلو خبره په داسې مهال مطرح کېږي، چې روسیه اوس مهال په اوکراین کې پر جګړه بوخته ده او په تېر شاوخوا یونیم کال کې یې پر دغې جګړې میلیاردونه ډالر لګولي او زرګونه سرتېري یې له لاسه ورکړي او د دغې جګړې د پرمخ بیولو لپاره لا ډېرو وسلو او لګښتونو ته اړتیا لري.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *