اجتماعی

د قوش تیپې کانال د لومړي فاز چارې د بشپړیدو په حال کې دي

په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره، له شک پرته چې د امنیتي چاپیریال د رامنځته کیدو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو پیل او بیارغونې ته هم یو څه پاملرنه ور زیاته شوې ده چې ښه بیلګه یې د هیواد په شمال کې د قوش تیپې کانال پیلیدل، په سرپل ولایت کې د قشقري معادن د نفتو د استخراج دبهیر پیل، په هلمند کې د کجګي بند د دویم فاز ګټې اخیستنې ته سپارل، د کابل- قندهار لویې لارې بیارغونه او داسې نورې سترې پروژې دي، چې چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

شاه محمود درویش

په هېواد کې د اسلامي امارت په راتګ سره، له شک پرته چې د امنیتي چاپیریال د رامنځته کیدو ترڅنګ د بنسټیزو پروژو پیل او بیارغونې ته هم یو څه پاملرنه ور زیاته شوې ده چې ښه بیلګه یې د هیواد په شمال کې د قوش تیپې کانال پیلیدل، په سرپل ولایت کې د قشقري معادن د نفتو د استخراج دبهیر پیل، په هلمند کې د کجګي بند د دویم فاز ګټې اخیستنې ته سپارل، د کابل- قندهار لویې لارې بیارغونه او داسې نورې سترې پروژې دي، چې چارې یې په چټکۍ سره روانې دي. دیادونې وړ ده چې د بنسټیزو او رغنیزو پروژو د چارو د څارنې او اروزنې په موخه د افغانستان اسلامي امارت لوړ پوړو مسؤلینو د قوش تیپې کانال د کار له بهیره هم تل لیدنې ترسره کړي دي، او ویل شوي چې د یاد کانال کې کار په نورمال او منظم ډول دوام لري، البته د دغې کانال اوږدوالی ۲۸۵ متره، پڼوالی یې ۱۵۲ متره، ژوروالی یې ۸،۵ اته عشاریه پنځه دی، او په دغه کانال کې ۴۰۰۰ ماشینریو په شاوخوا کې په کار بوخت دي. همداراز ویل شوي چې د یاد کانال چارې به له ټاکلي وخت څخه مخکې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې  د یاد کانال په جوړیدو سره به افغانستان د غله جاتو په برخه کې انشاالله ځان بساینې ته هم ورسیږي.

هیر دې نه وي چې په دې وروستیو کې په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله ویل شوي چې د ملي پراختیا شرکت عمومی اجرایوی رئیس د بلخ ولایت ته په سفرکې د قوش تیپې کانال له روانو چارو کتنه کړې او ځایي مسوولینو ته یې لارښوونه کړې، چې ددې ملي پروژې د چارو کیفیت او کمیت ته هراړخیزه پاملرنه وکړي، د ملي پراختیا شرکت مسوولینو ویلي چې د یاد کانال د لومړي فازچارې د بشپړیدو په حال کې دي او دمزار شریف حیرتان سړک او ریل پټلۍ پلونو باندې، په هغې سیمه کې چې د قوش تیپې ستر او ملي کانال تیریږي، په چټکۍ کار روان دی، د قوشتیپې کانال د افغانستان د پرځان بسیاینې لپاره خورا حیاتي ارزښت لري او تمه ده چې ددې کانال دچارو له بشپړیدو سره به تر ډیره بریده افغانستان د کرنې په برخه کې پرځان بسیاشي.دغه راز د مسوولینو په وینا ویل شوي، چې د قوش تیپې کانال لومړی فاز ۱۰۸ کیلو متره اوږدوالی لري چې د آمو سیند څخه پیل او په دولت آباد ولسوالۍ کې پای ته رسیږي، دویم فاز یې د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ څخه پیل او دشبرغان ولایت د آقچې ولسوالۍ څخه تیریږي او د فاریاب ولایت د اندخوی په ولسوالۍ کې پای ته رسیږي، چې ۱۷۷ کیلو متره اوږدوالی لري، همداشان د پروژې دریم فاز کې بیا فرعي کانالونه شامل دي. البته ددغه کانال په بشپړیدو سره ۵۸۰ هکتازه ځمکه د هیواد په شمال کې په زراعتي ځمکه بد لیږي.د یاددښت وړ ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د حاکمیت سره د یاد کانال کارونه په چټک او ښه توګه پیل او دمګړۍ هم په نورمال او منظم ډول دوام لري.

له شک پرته چې د افغانستان اسلامی امارت د اړوندوارگانونوله لورې دهیواد په شمال کې د قوشتیپې کانال او ترڅنګ یې په نورو ولایتونو کې د ډول ډول ټولګټو پروژو دهراړخیزو پروگرامونو دتطبیق اوگټې اخیستنې بهیر او د هیواد په گوټ گوټ کې د ټولګټو او پرمختیایي پروژو د طرحې او تطبیق لړۍ د قدر وړده، ځکه چی تراوسه یی دخلکو دلومړیتوبونو سره سم دهیواد په یو شمیر ولایتونو کی ډول ډول ټولګټې پروژې طرحه اوتطبیق کړیدي، په دې هیله چې په ټولیزه توگه د ګران هیواد د آبادي، سمسورتیا او ښیرازي په موخه اسلامي امارت د شته امکاناتو ترڅنگ د مرستندویو هیوادونو او خیریه بنسټونو هراړخیزې مرستې هم را جلب او د اړوندو ارگانونو په همکاري په نورو ټولګټو، اغیزمنو، رغنیزو او بڼسټیزو پروژو ولږول شي چې له امله یې په ټولیزه توگه زمونږهیواد آباد، ودان ،سمسور او ښیرازه شي او هم سل په سلو کې ددې امکان شته چې دهیواد په گوټ گوټ یعنې کلیو، بانډو او ښارونو کې د مختلفو ټولګټو، بنسټیزو اورغنیزو پروژو دعملي بهیر دپرمخ بیولو په ترڅ کی به هم گڼ شمیر هیوادوالو ته چې همدا اوس د هیواد په مختلفو ساحوکې له بې کاري اوبې روزگاري څخه سرټکوي او په ورځني ژوند کې له بې شمیره ستونزو سره لاس اوگریوان دي په هیواد کې دننه دوئ ته د سالم کار او روزگار زمینه هم برابره شي او په دې ډول به له یوې خوا زمونږ هیواد آباد او ودان شي اوله بله پلوه به گڼ شمیر بی کاره او بې روزگاره هیوادوال چې د کارموندنې له پاره بهرنیو ملکونو ته د تللو تکل لري دوئ به هم د بیکارۍ او بې روزگارۍ له ستونزمن او ربړوونکي حالت څخه وژغورل شي او په هیواد کی دننه به له سالمو بوختیاوو څخه برخمن او د گران هیواد سرلوړي افغانستان په آبادي او ښیرازي کې به هم په ښه ډول سهیم شي او په دې توگه زمونږ هیواد  به هم ورځ تربلې د ترقي او پرمختگ په لور پرمخ ولاړ شي او ان شاالله ددې هیله هم شته چې په نږدې راتلونکي کې به ځان بسیاینې ته هم ورسیږي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *