افغانستان

د تکواندو فدراسيونو مډال راوړونکي ورزشکاران په ارګ کې وستايل شول

د رياست الورزاء د دفتر رئيس ډاکټر ملا عبدالواسع د تکواندو فدراسيون هغه شپږ تنه ورزشکاران، چې د جنوبي کوريا له سياليو څخه يې ۱۴ بېلابېل مډالونه راوړي وو، د يوې ليدنې په ترڅ کې وستایل.

د رياست الورزاء د دفتر رئيس ډاکټر ملا عبدالواسع د تکواندو فدراسيون هغه شپږ تنه ورزشکاران، چې د جنوبي کوريا له سياليو څخه يې ۱۴ بېلابېل مډالونه راوړي وو، د يوې ليدنې په ترڅ کې وستایل.

په دې ليدنه کې د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رياست رئيس مولوي احمد الله وثيق، د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د المپيک ملي کمېټې اجرائيه رئيس داد محمد پاينده اختري، د تکواندو فدارسيون رئيس ډاکټر نجيب الله سکندر، روزونکی بشير ترکي او ځينې نور مسئولين شامل وو.

د ليدنې پرمهال ډاکټر ملا عبدالواسع خوښي څرګنده کړه، چې افغان ورزشکاران نه يوازې په بهرنيو سياليو کې ګډون کوي؛ بلکې د نړۍ په سطحه له يادو سياليو څخه مډالونه او وياړونه هم راوړي.

نوموړي د تکواندو فدارسيون مډال راوړنکو ورزشکارانو او روزونکو ته مبارکي ورکړه او زياته يې کړه، چې تل به د سپورټ ملاتړ کوي او کوښښ به کوي، چې د ورزشکارانو لپاره هم په کور دننه او هم په بهرنيو سياليو کې غوره فرصتونه برابر شي.

ډاکټر عبدالواسع افغان ورزشکاران په نورو هېوادونو کې د افغانستان سفيران ياد کړل او هيله يې څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د ټولوستونزو د حل لپاره هڅې کوي.

په دې ناسته کې د هېواد د سپورټ ادارې عمومي رئيس مولوي احمد الله وثيق هم خبرې وکړي، نوموړي د بدني روزنې او سپورټ عمومي رياست د بوديجې، بهرنيو سياليو کې د ګډون لپاره لوبغاړو ته د  آسانتياوو رامنځته کولو او په مرکز او ولايتونو کې د همغږۍ زياتوالي پر اړه خپلې ستونزې او وړاندېزونه مطرح کړل.

ورپسې د تکواندو فدارسيون رئيس داکټر نجيب الله سکندر او د تکواندو لوبډلې غړي محسن رضايي خبرې وکړې، او ویي ويل: د افغانستان په تاريخ کې لومړی ځل دی، چې لوبغاړي په دې کچه مډالونه ګټي.

شپږ تنو افغان تکواندو کارانو د جنوبي آسيا په سياليو کې ګډون کړی و، چې نږدې د ۶۰ هېوادنو لوبډلو په کې برخه اخيستې وه، افغان تکواندو کاران وتوانېدل، چې له يادو سياليو څخه ۱۴ ډالونه وګټي، چې دوه په کې د طلا، ۳ د نقرې او ۹ د برنزو مډالونه شامل وو.

همدا ډول د يادې لوبډلې روزونکي بشير ترکي د ۶۰ هېوادونو د روزونکو ترمنځ دغوره روزونکي لقب هم وګاټه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *