افغانستان

کونړ کې ۵۷۳ کورنیو ته د پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوي

کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د ډاکار موسسې له خوا  د ۱۶۹ زره او دوه ډالرو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

کونړ په وټه پور ولسوالۍ کې د ډاکار موسسې له خوا  د ۱۶۹ زره او دوه ډالرو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د کلیو او پراختیا ریاست په چوکاټ کې د افغانستان بشري مرستو صندوق (AHF) په مالي ملاتړ د ډاکار موسسې له خوا د وټه پور ولسوالۍ په پیرونۍ او ملکانې کلیو کې د اوبو رسولو دوه شبکې جوړې او ۵۷۳ کورنیو ته د پاکو اوبو اسانتیاوې برابرې شوي .

د پروژې مسئول انجینر علي رحمان ویلي، یادې شبکې  د ژورو څاګانو ترڅنګ د پایپ سیکم، لمریزې برېښنا، ۳۰ متره مکعب د اوبو ذخیرې او ۲۴۵ شیردانونو اسانتیاوې لري چې زرګونه خلک به ترې ګته واخلي.

د کلیو او پراختیا ریاست د برنامو مسئول د شبکو بشپړېدو له امله خوښي ښودلې او له خلکو څخه یې د ساتلو غوښتنه کړې

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *