د اسلامي امارت دوه کلن مزل او لاسته راوړنې!
پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنيدو دوه کاله پوره شول، دوه کاله وړاندې داسې مهال د صليبي يرغلګرو له ملاتړ برخمن حکومت نسکور او مجاهدين پر هېواد واکمن شول چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې له سترو ننګونو سره مخ وو؛ په داسې يو وضعيت کې چې د يرغلګرو نظامي او فکري يرغل افغانان سخت ځپلي وو، د پخوانيو مفسدو چارواکيو لهخوا د بانکونو چور او تالان، د امريکايي ښکيلاک لهخوا د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل او پر دغه هېواد اقتصادي بنديزونو همدارنګه د دفاعي ځواک پهشمول د يو زيات شمېر بيخبنسټيزو تأسيساتو تخريب هغه سترې ننګونې او ستونزې وې چې حل يې د نوې نظام لهپاره آسانه چاره نهوه.
ابوالياس جهادوال
پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنيدو دوه کاله پوره شول، دوه کاله وړاندې داسې مهال د صليبي يرغلګرو له ملاتړ برخمن حکومت نسکور او مجاهدين پر هېواد واکمن شول چې افغانستان په بېلابېلو برخو کې له سترو ننګونو سره مخ وو؛ په داسې يو وضعيت کې چې د يرغلګرو نظامي او فکري يرغل افغانان سخت ځپلي وو، د پخوانيو مفسدو چارواکيو لهخوا د بانکونو چور او تالان، د امريکايي ښکيلاک لهخوا د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل او پر دغه هېواد اقتصادي بنديزونو همدارنګه د دفاعي ځواک پهشمول د يو زيات شمېر بيخبنسټيزو تأسيساتو تخريب هغه سترې ننګونې او ستونزې وې چې حل يې د نوې نظام لهپاره آسانه چاره نهوه.
دا چې د افغانستان ټول اداري، نظامي او اقتصادي نظام پر بهرنيو مرستو ولاړ وو او د هغو د مرستو په بنديدو سره دغه سيسټمونه په يومخيز ډول فلج او سره وپاشل شول، چې بيافعالول يې کافي مالي او بشري سرچينو او زيات وخت ته اړتيا درلوده خو للهالحمد د مشرانو مدبرانه دريځ او نه ستړي کيدونکيو هڅو سره نه يوازې دا چې په کم وخت او لږو امکاناتو سره ټولې حکومتي ادارې بېرته فعالې شوې بلکې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګونه وشول چې نن ورځ د هېواد بيارغاونې برخه کې هم د مهمو پروژې د تطبيق شاهدان يو او د ځان بسياينې پر لور ګړندي ګامونه اخېستل کېږي، چې لاندې په لنډه توګه ورته کتنه کوو:
سياسي پرمختګونه:
که څه هم د دوو کلونو په تېريدو سره لاهم اسلامي امارت د ملګرو ملتونو سازمان پهشمول د کوم هېواد له لوري پر رسمیت نهدی پېژندل شوی، خو نوي افغان حکومت ته اوسمهال په ۱۲ هېوادونو (پاکستان، چين، ازبيکستان، ترکمنستان، روسيه، ترکيه، قطر، ماليزيا، قرغزستان، قزاقستان، ايران او متحده عرب امارات)کې سفارتونه سپارل شوي او په کابل کې هم د ډېری دغو هېوادنو سياسي استازولۍ فعاليت لري چې دا پهخپله له اسلامي امارت سره د دغو هېوادونو د مثبت تعامل ښکارندويي کوي.
همدارنګه د یوه بل کال لهپاره (د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر میاشتې) په افغانستان کې د یوناما ماموریت غځېدل د اسلامي امارت لهپاره بله ستره سياسي لاستهراوړنه بلل کېږي.
د دې ترڅنګ ناروې، قطر، ازبیکستان، پاکستان، ترکيې، ايران، قزاقستان، چين او روسيې ته د اسلامي امارت د لوړپوړي پلاوي سفرونه او هلته د بېلابېلو هېوادونو له استازيو سره ناستې او بحثونه او افغانستان ته د قطري، قزاقي، پاکستاني، ایراني، ازبیکستانی، روسي، ترکمستاني او چنيايي لوړپوړيو چارواکيو سفرونه، د اسلامي امارت له چارواکيو سره ليده کاته او د دوه اړخيزو تړنونو لاسليک په غیررسمي یا ضمني (de facto) توګه د نړيوالو لهخوا د اسلامي امارت رسمیت پېژندل بلل کېږي چې د چارو شنوونکيو په باور دغه ډول هڅې په يو ډول سره رسميت پېژندنې ته لار پرانيزي.
له څلورو لسيزو وروسته د واک جزيرو ختمول او تر يو واحد سياسي قيادت لاندې د ټول هېواد راوستل، په مرکز او ولايتونو کې د حکومتي ادارو فعالول او خلکو ته د خدماتو وړاندې کول، د ۳۰۰۰ ديني عالمانو، مختصصينو او قومي مخورو په ګډون په کابل کې د يوې سترې درې ورځنۍ غوڼډې جوړول او د اسلامي امارت له زعیم سره د هغوی بيعت، ولايتونو ته د اسلامي امارت د چارواکيو پرلهپسې سفرونه، د ولسي غونډو په ترڅ کې د خلکو د ستونزو اوريدل او هغوي ته د اسلامي امارت دريځ روښانه کول هم عمده عمده لاستهراوړنې بلل کېږي.
اقتصادي پرمختګونه:
دا چې د تېر شل کلن اشغال په ترڅ کې د هېواد اقتصاد په بشپړه توګه پر بهرنیو مرستو متکي وو چې د اسلامي امارت په حاکميت سره د نړيوالو مرستو بنديدو، د امريکا لهخوا د افغانستان بانک شتمنۍ کنګل کيدو او اقتصادي بنديزونو په لومړيو کې د عامو وګړيو پر ژوند او په بازار کې د لومړنیو توکو پر بیو مستقیمه اغېزه وکړه چې له امله يې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې خپل ارزښت په بې مخینې ډول وبایله او د یوه ډالر بیه تر ۱۰۰ افغانیو پورته شوه چې له دې سره د نفتي او خوراکي توکيو بيې هم په بيمخينې توګه اوچتې شوې، خو د اسلامي امارت د مسئولو ادارو په تېره بيا ماليې وزارت، استخباراتو لوی رياست او د افغانستان بانک لهخوا د ځينو بيړنيو او مدبرانه اقداماتو پر مټ د افغانۍ ارزښت کنټرول او مخ پر لوړيدو شو او له امله يې اوسمهال د کابل په بازارونو کې يو ډالر کابو۸۴ افغانۍ پلورل کېږي چې دغه ډول اقداماتو د سيمې هېوادونه هم حيران کړل، د چارو يو ايراني کارپوه په دې اړه د خپل بانک رئيس ته د پيغور په بڼه وايي چې يو ځل د افغانستان له پخواني رئيس ښاغلي حاجي ادريس سره وګوري او د پولي ثبات په برخه کې دې د هغه له تجربو کار واخلي.
په حکومتي عايداتي ادارو او ګمرکونو کې د فساد مخنيوي او د بېځايه لګښتونو راکمولو سره په معاصر تاريخ کې د لومړي ځل لهپاره د ۱۴۰۱ او ۱۴۰۲ مالي کلونو عادي او پرمختيايي بودجه له کورنيو عوايدو څخه چمتو شوه.
همدارنګه له۵۰ دولتي شرکتونو، د ۱۲ هغو بېرته فعاليدل چې د کندوز سپین زر شرکت، د کندهار د وړیو نساجي، باختر د غوړيو د توليد فابرېکې او داسې نور مهم شرکتونه شامل دی، د ځانبسياينې پر لور يو مهم ګام ګڼل کېږي.
د سرپل ولايت د قشقري نفتي زنيرمو پهشمول د سلهاوو کانونو د استخراج چې اوسمهال ۱۵۰۰۰۰ تنه پهکې په کار بوخت دي او کلنی عايد کابو شل ميليارده افغانيو ته رسېږي، په اقتصادي برخه کې بله مهمه لاسته راوړنه ګڼل کېږي.
د قوش تېپې ستر او ملي کانال د لومړي فاز ۸۶ سلنې بشپړيدل، د کمال خان بند د ترکو او قلعه افضل کانالونو د چارو بشپړول، د زابل تورې بند د رغاونې چارو کې پرمختګ، د هلمندکجکي بند د دويم فاز د لومړۍ برخې چارو بشپړيدل، د کابل شاه او عروس بند، د تخار ولایت د نمک آب کانال، د هرات پاشدان بند او د فراه بخش آباد بند د چارو بياځلي پيل هغه ستر ګامونه دی چې په هېواد کې د اوبو مديريت او برښنا توليد په برخه کې پورته شوي دي.
همدارنګه د سالنګ، کندهار ــ کابل او کندهار ــ بلخ حلقوي سړکونو د رغانېږو چارو پيل چې څو ولايتونه سره نښلوي او د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان او روسيې د سوداګريزو او نفتي توکيو لېږد هغه چارې دي د سړکونو زيربناء او ترانيزيتي برخو کې ترسره شوي دي.
البته دا د افغانستان په معاصر تاريخ کې لومړی ځل دی چې په دغه ظرفيت سره سترې ملي پروژې له داخلي عوايدو څخه تمويلېږي او د هېواد ځانبسياينې لهپاره يې هيلې راټوکولي دي.
امنیتي پرمختګونه:
په امنيتي وضعيت کې تر ټولو ستره لاسته راوړنه دا ده چې د اسلامي امارت په بياځلي واکمنۍ سره د لومړي ځل لهپاره هېواد له څلورو لسيزو وروسته تر واحد قيادت لاندې راغی. که څه هم په لومړيو کې د پنجشير، بغلان، بدخشان، تخار او سرپل ولايتونو کې د اسلامي امارت پر وړاندې څه ناڅه مزاحمتونه وو خو د امنيتي ځواکونو لهخوا په وخت سره وځپل شول چې اوس يې فعاليت کابو صفر ته راټېټ شوی دی. د دې تر څنګ د داعش تکفيري ډلې لهخوا پر ملکي اهدافو په تېره جوماتو او مذهبي ځايونو بريدونه بله د اندېښنې وړ خبره وه چې په لومړيو کې يې کچه لوړه وه خو د هغوی د پټنځايونو په نښه کولو او د مهمو مشرانو په نيول کيدو او وژل نيول کيدو سره دغه اندېښنه هم کمه شوې ده.
بله مهه چاره د ملي دفاع، کورنيو چارو او استخباراتو لوی رياست تر چتر لاندې د ملي اسلامي اردو، پوليسو او استخباراتي ځواکونو په چوکاټ کې د مجاهدينو تنظيم وو او دغه درې ګونه امنيتي ارګانونه په کم وخت او لږو امکاناتو سره په دې وتوانيدل څو خپل اړوند پرسونل له ښوونې او روزنې وروسته په منظم يونيفورم سره سمبال او په دندو وګماري.
همدارنګه له صليبي يرغلګرو او د هغوی له لاسپوڅو څخه پاتې کابو ۷۰ ډول ډول هليکوپترو، زرهاوو ټانکونو، نظامي وسايلو، درنو او سپکو وسلو ثبت او سجيل او د عارضه لروونکيو هغو ترميم او فعالول هغه چاره وه چې د يوې پر ځان بسيا او خپلواکې اردو او نظام ځواک جوړيدو ته يې هيلې راټوکولي دي.
البته دا هم په معاصر تاريخ کې لومړی ځل دی چې د افغانستان اردو له بهرني ملاتړ پرته د خپلو داخلي عوايدو پر مټ فعاليږي او په داسې وسلو او وسايطو سمباله ده چې ټول يې له يرغلګرو څخه په غنيمت نيول شوي.
ټولنيز پرمختګونه:
د تېرشل کلن اشغال او له هغه مخکې پر هېواد د پخواني شوروي يرغل په ترڅ کې يرغلګرو د نظامي جګړې تر څنګ زموږ د هېواد پر وړاندې پراخه او هر اړخيز فکري جګړه هم پيل کړې وه چې په پايله کې يې د ډېری افغانانو په تېره بيا د ځوانانو د افکارو اشباع او له خپل اسلامي او افغاني کلتور څخه لېرې کړل، چې د دغو افکارو اصلاح او بېرته پر اسلامي او افغاني روحيه سمبالول د اسلامي امارت له مهمو لومړيتوبونو څخه وو.
د اسلامي امارت په حاکميت سره د بهرنیانو له ملاتړه برخمنو رسنیو له لوري له افغاني کلتور او د اسلامي شریعت خلاف خپرونې بندې او ځای يې مثبتو ښوونيزو او فرهنګي خپرونو ونيوه.
د دې ترڅنګ د نشهيي توکيو له کښت، قاچاق او استعمال سره جدي مبارزه چې په ترڅ کې يې په افغانستان کې د نشهيي توکيو د کښت کچه صفر ته راټېټه شوه او د ميليونونو په شمېر روږدي کسان راټولول او د درملنې په موخه ځانګړيو روغتونونو ته و لېږدول شول چې په پايله اوسمهال د ښار ډېری واټونه له روږدو کسانو څخه پاک شوي او د کانونو په شمول په بېلایېلو سکټورونو کې هغوی د کار زمينې ورته برابرې شوې. همدارنګه د سوالګرو راټولول او مستحقونو هغو ته د مياشتني ډول د معاش ورکول هغه مهم ګامونه وو چې د اسلامي امارت د مسوولو ارګانونو لهخوا د ټولنې د اصلاح په برخه کې اخېستل شوي دي.
پورته مواردو ته په پام سره ويلی شو چې اسلامي امارت په تېر دوه کلن بهير کې په کمو امکاناتو سره په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري. که څه صليبي يرغلګر په لومړيو کې په دې باور وو چې د هغوی اقتصادي او سياسي فشارونه به د اسلامي نظام د احياء په برخه کې د اسلامي امارت پر وړاندې خنډ شي او په يو ډول سره به د خپلې ماتې غچ په دې ډول فشارونو سره له افغان ملت او مجاهدينو څخه واخلي خو د وخت په تېريدو سره داسې بريښي چې اوس يې ښايي درک کړي وي چې د اسلامي امارت پر وړاندې يې د فشار ستراتيژۍ ناکامه ده ځکه خو يې اوسمهال په بېلابېلو برخو کې د تفاهم او تعامل ستراتيژۍ ته مخه کړې ده.