جهان
اردوغان: ترکیې سوریه کې د ‹اسلامي دولت› ډلې مشر ابو الحسین القرشي وژلی
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وېیلي، هېواد یې په سوریه کې د داعش ډلې مشر ابو الحسین القرشي وژلی دی.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وېیلي، هېواد یې په سوریه کې د داعش ډلې مشر ابو الحسین القرشي وژلی دی. اردوغان وايي د شنبې په ورځ «سوریه کې د ترکي استخباراتو له لوري د عملیاتو په لړ کې یاد کس په نښه شوی دی». اردوغان روښانه کړه چې ترکي استخبارات له ډېر وخت راهیسې د القرشي څرک په لګولو پسې وو. د ترکیې ولسمشر زیاتوي د دوی استخباراتو اېم ای ټي دا عملیات د شنبې په ورځ وکړل. د سوریې سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، دا عملیات د سوریې-ترکیې پر پوله جندیرس ښار کې شوي دي. اردوغان ویلي «د ترهګرو ډلو پرضد به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو