افغانستان

محمد خالد حنفي: په افغانستان کې د اسلامي احکامو د پلې کولو هڅې دوام لري

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ الحدیث محمد خالد حنفي بامیان ولایت ته د خپل سفر پرمهال د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت له چارواکو، دیني عالمانو او مخورو سره وکتل.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ الحدیث محمد خالد حنفي بامیان ولایت ته د خپل سفر پرمهال د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه ولایت له چارواکو، دیني عالمانو او مخورو سره وکتل.

په دې غونډه کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست شیخ الحدیث محمد خالد حنفي وویل: په ټوله نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نشته چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ولري، خو الحمد لله له فتحې وروسته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د رامنځته کولو لپاره ګام واخیستل شو.

هغه زياته کړه، چې د دغه وزارت بله مهمه برخه د شکايتونو اورېدل دي، هغه کسان چې په بېلابېلو ادارو کې يې خپل حقونه له لاسه ورکړي، کولاى شي دغه وزارت او په ولايتونو کې رياستونو ته ولاړ شي او خپل شکايتونه ثبت کړي؛ تر څو عدالت وشي او حق حقدار ته ورسول شي.

شیخ حنفي وویل، چې په تېرو دوو کلونو کې مو هڅه کړې چې ذهنیتونه جوړ کړو، خلک وهڅوو چې د اسلام د دین احکام په سمه توګه پلي کړي.

هغه زیاته کړه: « امیرالمومنین حفظه الله د سیمه ییزو ادارو مسئولینو ته لارښوونه کړې چې له یو بل سره همغږي، له یو بل سره مشوره او د الله تعالی د احکامو په پلي کولو کې همکاري وکړي.»

ورته مهال په دې غونډه کې د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي وویل: الحمدلله زموږ خلک ټول مسلمانان دي او سترو دیني عالمانو ته ځانګړی درناوی لري، نو راځئ چې ټول له تعصب څخه ډډه وکړو او د اسلامي نظام د بقا لپاره کار وکړو.

هغه زیاته کړه: «زه له ټولو علماوو څخه غواړم چې جوماتونه په مدرسو بدل کړي او دیني تعلیمات په جدي توګه تدریس کړي.»

د بامیان ولایت د شیعه علماوو د شورا مشر حجت الاسلام و المسلمین نصرالله واعظي هم په دې غونډه کې وویل، چې د اسلام د ګران پیغمبر د حدیث له مخې په نیکۍ امر کول او له بدو منع کول یوه ستره فریضه ده چې په ټولو مذهبونو کې شته.

هغه زیاته کړه د امر بالمعروف په مرسته به ځمکه آباده شي او د خلکو له لاسه تللي حقوق به خپلو مالکینو ته ورسي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *