افغانستان
پکتیکا ولایت کې د ۱۵ پروژو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې دي
د ګوملې سیندیزې فرعي حوزې مسؤلینو د پکتیکا ولایت په نکه ولسوالي کې د ۱۵ پروژو ( استنادي دیوالونو، چکډمونو، ترینچونو او د کاریزونو پاک کاري) د چارو له بهیر څخه څارنه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د چارو د غوره پرمخ وړلو په موخه اړین هدایات ورکړل.

د دغو پروژو چارې چې د یو سلو اویا زره او اووه سوه(۱۷۰۷۰۰) امریکایي ډالرو په ارزښت د نارویژن موسسې له لوري پرمخ وړل کېږي، پکې ګڼو کسانو ته د کار زمینه چمتو شوې ده او چارې یې ۹۰ سلنه پرمخ تللي دي.
ټاکل شوې ده چې نوموړې پروژې په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.