افغانستان

اسلامي امارت د عصري او دیني زده کړو ترمنځ واټن له منځه وړي

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ ندامحمد ندیم روزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، افغانستان په بېلابېلو برخو کې مسلکي کادرونو ته اړتیا لري او د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي تر څو د دغو کادرونو د روزولو   لپاره لا ډېره زمینه برابره کړي.

نوموړي ویلي، هېواد کې د لاډېرو کادرونو روزلو سره به په دغې برخه کې د بهرنیو هېوادونو له احتیاج څخه خلاص شو.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دغه راز د افغانستان اوسنی نظام یو بشپړ اسلامي نظام بللی او د حکومت د بریا راز یې د ولس او چارواکو ترمنځ اتحاد یاد کړی.

شیخ ندامحمد ندیم ویلي چې د اسلامي او عصري زده کړو ترمنځ واټن له منځه وړي او په دغې برخه کې یې جدي کار پیل او په دواړو برخو کې یې زده کړې د هېواد دابادۍ لپاره اړینې بللې دي.

د اسلامي امارت دغه لوړ پوړي چارواکي په تېر شل کلن جهاد کې د روزګان د خلکو سرښندنې ستایلي او ډاډ یې ورکړی، چې د دغه ولایت د پرمختګ لپاره به ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *