افغانستان

د مزارشریف ښار په ابن سینا بلخی روغتون کې د اکسیجن توليد څانګه فعاله شوې

د بلخ ولایت د عامې روغتيا مسئولین وایې، چې بیړني ناروغانو ته پر وخت رسېدنې په پار د ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت د اکسیجن توليد نوي څانګه پرانیستې، چې په یوه دقیقه کې د یو زر او ۵۰۰ لیټره اکسیجن توليد وړتیا لري او دي سره به په ياد روغتون کې د اکسيجن برخې  د ناروغانو ۹۰ سلنه ستونزې هوارې شي.

د بلخ ولایت د عامه روغتيا رئیس ډاکټر نجیب الله توانا ویلي، چې تر دې مخکې به د اکسیجن د نشتون لا امله ناروغان د ګڼو ستونزو سره مخ وو، چې دا نوې څانګه کولای شي د ناروغانو ستونزې د اکسیجن کمښت په برخه کې هوارې کړی.

د بلخ ولایت مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس د دې ولایت عامه روغتون کې د اکسیجن څانګي پر فعاله کېدو خوښي څرګنده کړې  او زیاته کړې یې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت مشران شپه او ورځ هلې ځلې کوي چې خپلو هیوادوالو ته په هره برخه کې اسانتیاوي رامنځته کړي او د دوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

ښاغلي ابو ادریس د عامې روغتيا کاري پرسونل ستاينه کړې، چې شپه او ورځ د خپلو ښاریانو په چوپړ کې دي او ستونزو ته یې رسېدنه کوي.

د مزارشریف ښار اوسیدونکي په عامه روغتون کې د اکسیجن څانګي پر فعال کیدو خوښ دي او له مسئولینو څخه یې غوښتنه کړې، ترڅو ناروغانو ته د اسانتیا برابرولو په برخه کې لادېرې هلې ځلې وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *