افغانستان
خلیفه سراجالدین: اسلامي امارت افغانستان د پرمختګ په لور روان کړی
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراجالدین حقاني روزګان ولایت ته رسمي سفر کړی.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراجالدین حقاني روزګان ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي پرون د دې ولایت له خلکو سره په یوه پراخه غونډه کې ګډون او وینا کړې ده.
خلیفه سراجالدین حقاني په یاده غونډه کې د روزګان ولس مجاهد ولس یاد کړی او د اشغال پر وړاندي یې د دوی مبارزې او سرښندنې ستایلي دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې موږ د موقف لپاره قربانۍ نه دي ورکړي، بلکې زموږ قربانۍ د کتاب الله او د اسلامي ارشاداتو د ساتلو او اسلامي نظام حاکمولو لپاره وې.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت افغانستان د پرمختګ پر لور روان کړی دی.
ښاغلي حقاني ډاډ ورکړی، چې په روزګان ولایت کې به د روغتیا، ښوونې، لویو لارو، د بندونو جوړولو او بیا رغونې ته ځانګړې پاملرنه وشي.