افغانستان

نړیواله ټولنه له افغانی سرې میاشتې سره مرسته کوي

د افغان سرې مياشتې رييس مولوي مطيع الحق خالص څو هېوادونو ته له خپلو وروستيو سفرونو وروسته په کابل کې د دغه بنسټ له مسوولينو سره په کتنه کې وويل چې نړيواله ټولنه له افغان سرې مياشتې سره د همکارۍ او مرستې اراده لري.

د افغان سرې مياشتې رييس مولوي مطيع الحق خالص څو هېوادونو ته له خپلو وروستيو سفرونو وروسته په کابل کې د دغه بنسټ له مسوولينو سره په کتنه کې وويل چې نړيواله ټولنه له افغان سرې مياشتې سره د همکارۍ او مرستې اراده لري.

د افغاني سرې میاشتې مطبوعاتي دفتر پرون (سه شنبه، اسد ۱۷) دغه خبر خپور کړی او وېیلي چې د دغې ادارې له رئیس مولوي مطیع الحق خالص د افغان سرې میاشتې د مرکزي ادارو رئیسانو قطر، ترکیې او سعودي عربستان ته د خپل وروستي سفر جزیات شریک کړل.

نوموړي په خپلو خبرو کې د افغان سرې مياشتې له مسوولينو وغوښتل، چې له اړمنو او ټپيانو سره د مرستې په برخه کې هلې ځلې وکړي او له نوې ټکنالوژۍ په استفادې د افغان سرې مياشتې د فعاليتونو د پراختيا لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

مولوي مطیع الحق خالص وویل: نړیواله ټولنه له افغان سرې میاشتې سره د همکارۍ او مرستې اراده لري، خو که د بشري مرستو او همکاریو په برخه کې د افغاني سرې میاشتې د کارکوونکو ظرفیت لوړ شي، دغه مرستې به په منظمه توګه افغانستان ته ورسیږي.

هغه وویل: “د خپلو هیوادوالو سره د مرستې پرځای، موږ باید دوی ته د اړتیا څخه د وتلو لارې وښیو چې نورو مرستو ته اړتیا ونلري.”

په دې کتنه کې د افغان سرې میاشتې د مرکزي ادارو مسوولینو خپل نظریات او مشورې شریکې کړې، چې د افغان سرې میاشتې د عمومي ریاست رئیس د هغې د تطبیق په اړه ډاډ ورکړ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *