اجتماعیصحت

د پولیسو لپاره دلومړني روغتیایي مرستو زده کړې اهمیت

نچوړ: نوموړې مقاله چې د پولیسو ځواکونو کې د لومړنیو روغتیایي مرستو زده کړې اهمیت تر عنوان لاندې لیکل شوې، چې لومړني روغتیایی مرستې یا کمک اولیه عبارت دي د امکان تر حده دانسان حیات  ژغورل، د درد او رنځ کمول، د حادثې او واقعې په وخت کې د مصدوم یا مجروح څخه جدي مراقبت او کنټرول کول، د مریض د صدماتو مخنیوي د ډاکټر یا نږدې روغتون د انتقاله پورې.

لیکوال: پوهنیار مسجدي – رسولي

نچوړ: نوموړې مقاله چې د پولیسو ځواکونو کې د لومړنیو روغتیایي مرستو زده کړې اهمیت تر عنوان لاندې لیکل شوې، چې لومړني روغتیایی مرستې یا کمک اولیه عبارت دي د امکان تر حده دانسان حیات  ژغورل، د درد او رنځ کمول، د حادثې او واقعې په وخت کې د مصدوم یا مجروح څخه جدي مراقبت او کنټرول کول، د مریض د صدماتو مخنیوي د ډاکټر یا نږدې روغتون د انتقاله پورې. ګن شمېر مریضان، مصدومین او مجروحین مخکې له دې چی روغتون یا ډاکټرته یوړل شي، صحي حالت یي وخیم او خطرناک کېږي یو له بنسټيز دلایلو څخه په محل کې د حاضر کسانو لومړنې اشتبايي کړنې دي چی لومړني روغتیایی اصولو سره آشنایی او معلومات نه لري، چې د یو نړیوال سروې له مخې د پېښې له پېښېدو څخه وروسته ۵۰٪ سلنه قربانیان په لومړیو ۳۰ دقیقو کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي. موخه مو د پولیسو په ځواکونو کې د نورو علمي، حقوقي او مسلکي زده کړو ترڅنګ د طبي زده کړو  اهمیت او ارزښت په ډاګه کول دي چې حاضر مواد د کتابتوني په بڼه را ټول شوي دي. موندنې او پایله دا را ښيي چې پولیسي ځواکونه یواځي تاکتیکي او حربي زده کړی ته نه بلکه د دې تر څنګ نور زده کړی هم شته چی زمونږ پولیسې ځواکونه په سپارل شویو دندو کې لاپياوړی او ګړندې کړي.

کلیدي کلمې: روغتیایی مرستې، پولیس، زده کړه.

سریزه:   څرنګه چې تاسې ته روښانه ده چې پولیس یواځيني هغه اُرګان دی چی د حکومت او خلکو تر مینځ یو ارتباطي پُل برقراره وي. بناءً په هیواد کې د یو مسلکي، پیاوړې ځواکمن افسر، ساتنمن، ساتوونکي او حتی د ټولنې نورې طبقې چې په اجتماع کې ژوند کوي ورته اړینه ده چې د لومړنیو طبي مرستو سره سره پوره پوره بلدتیا او د نورو مسلکي زده کړو تر څنګ په دغه برخه کې  یوه اندازه معلومات ولري، تر څو وکولائې شي خپلو کورنیو، خلکو، هم سنګرانو او هم مسلکانو ته او حتی تر دی چی د جرم مرتکبینو ته چی د پېښې په ځاې ټپي یا زخمي شوي وي مرسته ورسره وکړي او یا نږدې روغتون ته ورسوي. که چیری پولیس ځواکونه یا د ټولنې نور وګړي د پېښو پر مهال د پېښې له زیانمنو افرادو سره په درست او مسلکي ډول بدون له کوم ډول تبعیض او چلند څخه لومړنی روغتیایی مرستې وکړي کیدای شي هغه آمار او ارقام چې نن ورځ زمونږ او ستاسې د ټولنې یو تعداد کسان خپل خوږ ژوند په ترافیکي پېښو یا ورته نورو پېښو کې له لاسه ورکوي یا هم شدیداْ زیانمنېږي چې په دغسې ځایونو کې لومړني روغتیایی مرستې زده کړه هغه پولیسو ځواکونو ته چې د هیواد په لویو لارو کې د امن او نظم او عامه ساتنې دنده پر غاړه لري اړین او حیاتي بریښيۍ. مونږ او تاسې ټول باید دا تعهد ځان سره وکړو چې هغه هیوادوال مو چې په لیک او لوست څخه محروم پاتې دي د لومړنی روغتیایی مرستو زدکړې اصول به ورته زده کوو، ځکه هر انسان په خپل ژوند کې د مختلفو واقعاتو او پېښو سره مخ کیدونکې دی او وي.

تعریف او مفاهیم

د لومړني روغتیایی زده کړو ترڅنګ اړینه ده چې د انسان د وجود او د هغه سیسټمونو په هکله چې د انسان په وجود کې دوامداره حیاتي فعالیت کوي معلومات ولرو. د انسان  وجود یوه ډیره پېچلې او خود کاره دستګاه ده چې الله (ج) په ډیر لوړ او ځانګړې شکل سره خلق کړی، چې د نړی تر ټولو پرمختللې کمپیوټر چې د انسان په واسطه جوړ شوی دی ورسره سیالي نه شي کولائ. لومړنې روغتیايی مرستې هغه مرستو ته وایی چې د غیر روغتیایی اشخاصو په واسطه د ناروغ د وضعیت د وخیم کیدلو د مخنیوي په خاطر تر روغتیایی مرکزه پوری تر سره کېږي تر څو ناروغ د مرګ څخه وژغورل شي او یا هم د مرګ ګواښ یی کم شي. یا هغه عاجل او لنډ مهال کړنې دي چې د یو مریض ( مجروح، مصدوم)، یا هر هغه څوک چې په نا څاپي ډول مریض شوی وي د ډاکتر تر رارسیدو پوری تر سره کېږي، چې په دغه حالت کې یواځې جسم نه بلکه د مریض روحي او هیجاني حالت هم په نظرکې ونیول شي. ځکه په ورځینې ژوند کې د یو لړ اقلیمي بدلونونو او یا هم د ځينو حالاتو په سبب یوه پېښه یا واقعه را منځته کېږي چې د پېښې نه تېښته بیا غفلت وظیفوي ګڼل کېږي. چې د پولیسو قانون پينځمې مادې مطابق په دواړو حالاتو کې اړمنو او زیانمنو کسانو ته لومړنې رسیدګي او مرسته کوونکي پولیس ځواکونه دي چې هغه حادثه وي که کوم ډول پيښه. چې د قانون له مخې پولیس هغه افسر، ساتنمن یا ساتونکې چې په تشکیل د کورنیو چارو وزارت کې استخدامیږي او د قانون د حکمونو مطابق د عامه نظم او امن د پر ځاې کولو فعالیت کوي پولیس نومیږي. او د اسلام مبارک دین له نظره هرهغه څوک چې یو ساعت لپاره د یوې خاورې ساتنه وکړي غوره  د دغې دنیا او غوره د هغه شیانو څخه چې په دې دنیا کې دي.

د لومړنې روغتیایی مرستو زده کړې اهمیت او ارزښت

طبي زده کړه د عامې روغتیا په وده کې مهم رول لوبوي د لومړنیو روغتیایی مرستو زده کړی له لاری پولیسي ځواکونه کولائ شي خلکو ته د روغتیایي مشکلاتو او د مخنیوي لپاره تدابیر او اقدامات اهمیت لکه واکسین کول، د ژوندانه صحي طرز انتخابول او منظم روغتیایی معایناتو او شته ستونزو له منځه وړلو په خاطر عامه پوهاوې او نورې لازمې آسانتیاوې او سپارښتنې برابرې کړي. خداې(ج) په قرآنکریم کې فرمایلي ژباړه: ووایه ای پيغمبره(ص) چې آيا برابر دي هغه کسان چې پوهیږي د هغو کسانو سره چې نه پوهیږي. نو په یو علم او مسلک پوه شخص د ناپوه سره یقیناً برابر نه دي نو د هر دیني او شرعي او عصري علم زده کړې ترڅنګ یو مسلمان او اسلامي پولیس لپاره د لومړنيو روغتیایی مرستو زده کړه چې د انسان ژوند له خطر او ګواښ څخه ژغوري ارزښتناک، اړین او حیاتي دی. له شک پرته د ژوند په ټولو چارو کې د انساني ژوند د بقا او حیات په خاطر د ځینو ستونزو او مشکلاتو له مخې چې په ورځني اموراتو کې انسان ورسره مخ کیږي. پولیس ځواکونه چې د ټولنې له بطن څخه را پورته شوي او بیرته د ټولنې بطن روغ او خوندي ساتلو په موخه، اړینه ده چی د نورو زده کړو تر څنګ روغتیایی زده کړې یا کمک اولیه زده کړي وکړي تر څو دوی و کولائ شي په ټولنه کې د مختلفو حالاتو او پيښو(طبعي او غیر طبعي پېښې)  را تګ، د مجرم د نیولو او ورته نورو وختونو کې وکولائ شي د مختلفو طبي حالتونه تشخیص او وپیژني او د امکان تر حده یي درملنې، ته پاملرنه وکړې ناروغی او شته ګواښ کم کړي. د لومړني روغتیایی مرستو په زده کړې سره پولیسي ځواکونه د ډاد تر لاسه کوي چې د روغتیایی پاملرنې سیسټم زمونږ په پرسونل او ځواکونو کې څومره مؤثره او په اغیزمنه توګه کارکوي او څومره مهم رول لوبوي. همدارنګه بدون له پولیسي دندې څخه د ټولنې افرادو ته په لومړنیو روغتیایي مرستو باندی بلدتیا او معلومات درلودل اړینه ده، ځکه کولائې شو په خپل ورځنې ژوند کې ورڅخه ګټه واخلو او یا هم به نورو سره یو اندازه مرسته وکړو او د یو انسان ژوند د مرګ څخه د امکان تر حده وژغورو. خدای¬¬¬(ج) فرمایلي: ژباړه؛ «هر هغه څوک چې په دنیا کې د یو کس ژوند وژغوري ګویا چی ټول خلک یي وژغوره. ځینې د نظر خاوندان او متخصصین په دی اند دي چی خطرناکې بیمارګانې، صدمات، ټپونه او زخمونه او ځينې کتستروفونه یو اندازه قابل د پیشګیرې او مخنیوي دي، خو په دې آساس چې په موقع ورته، په صیح شکل رسیدګي وشي او عاجل لاس په کار شي، ځکه د یو ټپي او مصدوم سرنوشت د هغه چا په لاس کې دی چې لومړنې اجراآت ورسره کوي، مناسب اقدامات له هغه زیانمو سره چې وضعیتونه يي د اندیښنې او بد حال کې قرار لري د لومړي شخص اقدامات او کړنې حیاتي، ارزښتناک او ډير لوې تاثیر د مریض په وضعیت باندې لرلئ شي د بیلګې په توګه، خونریزي ولري د هغې مخنیوي، بی هوښ شوي شخص ته؛ هوایي لارې یا تنفسي سیسټم خلاصول او مصنوعي تنفس ورکول کولائې شي د مرګ او د مغزي آسیبونو مخنیوي او شته حالت کې جسمي او معنوي بدلون اوتغیرات راولي.

اقدامات او تدابیر په لومړني روغتیایی مرستو کې

۱. لارښونو سره سم د اجراآت وشي۲. هر کار باید د یو پلان له مخې تر سره شي۳. ضروري او لازمې مرستې د برابرې شي ۴. صدمه لیدلې، ټپي مریض ته باید ډاډګیرنه او وضعیت ورکړل شي ۵. ټپونه يي ولټول شي.

د لومړنیو روغتیایی مرستو ځينې اړتیا وړ توکې

په یو حدیث شریف کې راغلي (لکُلِ دَاءٍ دَواءٌ) ژباړه: د هر مرض لپاره دوا شته. یو روغتیایی مرسته کوونکې پولیس باید خپل مربوطه ټول اړین مواد، تجهیزات، وسایل او وسایط وپیژني او د هغې په استعمال ځان د یو مسؤل شخص په توګه ښه مطمئن کړي چې کوم شیانو ته اړتیا لرم او څرنګه استفاده ځينې وکړم، چې عبارت دي له ( دستکش، تورنکیټ، بنداژ، قیچي، پنس، ترمامیتر، سرنج، صابون، پاک غاز په مختلفو اندازو، غوړ کریمونه، په ځینو پېښو کې امبولانس ، د سوځيدنې ضد درمل، مُسکن او…) چې د دغې شته امکاناتو ته په کتو باید حتي الوسع د یو انسان ژوند له مرګ څخه یو اندازه و ژغورل شي او د روغتیایی وسایلو نه شتون مو باید د کار خند او ځنډ نشي.

د لومړني روغتیایی مرستو، د یو مرسته کوونکي ځانګرتیاوې او وظایف

د لومړني روغتیایی مرستو زده کړې څخه بنسټيز هدف دادې چې په هره ممکنه طریقه چې کیږي باید د انسان حیات ضایع نشي او په موقع ورته د عاجلو مرستو اجراآت وکړي. چې یو څو بیلګې یی په لاندې ډول بیانوو( زغم ولري او د پېښې په وخت کې او تر نه شي، هڅه وکړي تر څو روغتیایی ګواښ کنټرول او کم کړي، وخیم او خطرناک حالاتو پر وړاندې خپل جرئت له لاسه ورنکړي، د مصدوم اعتماد او باور زر تر زره ترلاسه کړي، مریض انتقال امن ساحې ته، عاجل او فوري اقدامات د مصدوم جسمي او روحي آرمتیا په خاطر، د حیاتي علایمو کتل په بدن کې او مرسته کوونکې باید آرام او چالاک ووسي، هر کار چې ترسره کوي باید ښه پوه ووسي) او ورته نورې دندې دي چې د پېښې په ځاې کې یو مرسته کوونکې پر غاړه لري ولوکه په هر ډول حالاتو کې وي. همدې په اړه حدیث شریف دی ژباړه؛ « څوک چې د خپل مسلمان ورو سره کمک وکړي الله(ج) به د هغې شخص سره مرسته کوي». بناً دغه ډول مرستې زمونږ لپاره دنیوي او اُخروي ګټې لري چې عامه اصطلاح باندی هم ثواب هم خرما.

پایله

د موضوع لیکلو څخه دې پایلې ته ورسیدو چې لومړنې روغتیایی زده کړې د ټولنې هر فرد لپاره لازم او ملزوم دی په ځانګړې ډول د پوهنتون محصیلنو او استادانو ته، شرکتونو کارکوونکو ته، ښوونکې او د ښوونځي زده کوونکي، کسبه کار، فوځیان، او د ټولنې هر وګړي ته بالاخص پولیسو ته چې شپه او ورځ ۲۴ ساعته د خلکو په خدمت کی دي نو د یو پیاوړې مسلکې، ژمن، وفادار او مسلکي پولیس چې په ټولنه کې د امن اونظم ټينګښت او قانونمند کیدو په خاطر نورو مسلکي زده کړو ته چې عبارت دي حقوقي علوم، جنائي علوم، ارواپوهنې، او ټولنپېژندې، تکتیکي او حربي علوم دي سخت اړتیا لري چی د دې تر څنګ روغتیایی زده کړې دي، چې د دی په زده کړی سره به خپل کورنې، هم مسلکانو او هم سنګرانو ته چې شپه او ورځ د خپل هیواد د تمامیت ارضي او ملي نوامیسو ساتنې دنده په غاړه لري د پېښې په وخت رسیدګي ورته وکړي چې ایماني او انساني دنده یی ده. که چیری د ټولنې ټول وګړي ته یا هر هغه څوک چې په یو اداره کې دنده سرته رسوي د دندې او مسؤلیت تر څنګ د پېښو پرمهال د پېښې له زیانمنو اشخاصو سره کړنه په سمه توګه عامه پوهاوي په بڼه یا هم عملي په شکل  تر سره  شي د مړینې او یا ناروغ د معیوب کیدو امار او ارقام به حتماً کمښت ومومي. او د پېښو ټپیانو د ژوندې پاتې کیدو لپاره چانس برابروي. مخکې تر دې چې پېښې او افات خدای  مه کړه زمونږ ملګړي، کورنۍ او خپلوان هم سنګران را څخه واخلي باید د لومړنیو روغتیایو مرستو په اصولو باندی ځانونه پوه او سمبال کړو.

 

ماخذونه

  1. 1. قرآن عظیم الشان.
  2. 2. شیرازد، هدایت الله. لومړی طبي مرستې. ۱۳۵۶، کورنیو چارو وزارت.
  3. 3. خپلواک، عبدالتواب، قانع، شفیع الله. پښتو طبي ترمینالوژي. ۱۳۹۵. سیدجمال الدین افغان فرهنګي مرکز.
  4. 4. نصرتي، محمدناصر، د هډوکو مفاصلو او عضلاتو اناټومي. ۱۳۹۶. سلام خپرندویه ټولنه ننګرهار.
  5. 5. ویاړ، نصیراحمد، ژباړن، همدرد، انتظار، لومړني روغتیایی مرستې.۲۰۱۷ ترکیه: انقره.
  6. 6. د جینوا کال موسسې روغتیایی خدمتونه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *