گزارش

کندهار کې د انارو بڼوال: سږکال د انارو ډېری برخه چاودلي او حاصلات به یې کم وي

کندهار کې د انارو یو‌شمېر بڼوال وايي چې سږکال یې د انارو د باغونو حاصلات د نباتي ناروغیو او وچکالۍ له امله زیانمن شوي دي.

کندهار کې د انارو یو‌شمېر بڼوال وايي چې سږکال یې د انارو د باغونو حاصلات د نباتي ناروغیو او وچکالۍ له امله زیانمن شوي دي.

یاد ولایت کې د انارو یاد بڼوال زیاتوي چې د دوی د اټکل له مخې، سږکال به د انارو حاصلات د تمې خلاف دي او په وینا یې، سختې وچکالي او د اوبو نه رسېدو له امله یې د انارو ډېری برخه په ونو کې چاودلې دي.

غلام نبي چي د ارغنداب ولسوالي د «لویې منارې» اوسېدونکی دی او پر خپله دوه جريبه ځمکه يې د انارو باغ جوړ کړی وايي چې سږکال يې د انارو حاصلات هغه ډول نه دي چې دوی يې تمه لرله.

نوموړي وویل: «ما پر دوه جريبه ځمکه باندې د انارو باغ کړی. موږ چې څومره هيله ورته لرو په هغه اندازه حاصل نه کوي. اول خو کله چې ګل ونيوه ټول بېرته شوه شول، اوس چې دانه نيولي ده ټوله چاوديدلي دي، وچکالۍ هم سخت خراب کړي دي، اوبه نه په رسېږي.»

په ورته مهال دغه ولایت کې یو‌شمېر سوداګر بیا وايي، ډېری کله له دې امله د انارو باغونو پلور کې تاواني وي چې انار چاودلې وي.

د تازه مېوې یو سوداګر ذبېح‌الله افغان سلام‌وطندار ته وویل چې نړیوال بازار ته په کتو او د اړتیا له مخې، ښه انار بهرنیو هېوادونو او هغه چې خراب او چاودلې وي، ګاونډیو هېوادونو ته لېږدوي چې ډېره ګټه‌وټه ورته نه پاتې کېږي.

نوموړي وویل: «کله چې يو باغ موږ اجاره کړو په هغه کې چاودېدلي ناروغه ټول شامل وي، بیا دغه موږ پر دوه برخو وېشو، هغه چاودېدلي او ناروغ يې ګاونډيو ولايتونو لکه کابل او نورو ځايونو ته انتقالوو او هغه غټ او روغ انار موږ کارټن‌بسته کوو بیا يې خارجي هېوادونو پاکستان هندوستان او نورو هېوادونو ته انتقال کوو هغه خراب انار چې موږ يې دلته خلکو باندي پلورو د هغوي څخه بیا خلک مربا جوړوي او دغه موږ ته نه معلومېږي چې يو ټن څومره انار کېږي، خو د باغ څخه چې موږ راټول کړو هغه بیا خپله سره جلا کوو.»

د کرنیزو چارو کارپوهانو په وینا، د انارو خرابوالی د فزیالوژيکي بې‌نظمیو له ډلې ده چې دا مسئله د انارو د روزونکو لپاره خورا لویه ستونزه ګڼل کېږي او دا بې‌نظمي نه یواځې د تودوخې د ناڅاپي بدلون له امله، بلکې نور عوامل هم لري.

د کرنیزو چارو شنونکی عبدالبصیر آغا وايي چي د ناروغیو او حشراتو سربېره یوشمېر فزیالوژيکي بې‌نظمۍ په ارغنداب کې د باغ‌لرونکو لپاره د ستر اقتصادي زیان لامل کېږي چې ډېری وخت د انارو د مېوې د چاودېدو لامل هم وي.

نوموړي وویل: «دا اکثره وخت فيزيکي او بيالوژيکي بې‌نظمي وي، خو په ګرمي کي پر وخت اوبه نه ورکول او د شپې ياهم ورځ د هوا یو دم ګرمېدل يا سړېدل هم د دې لامل کیږي چي انار وچوي او نورې ناروغۍ پیدا کوي.»

د کندهار د کرنیزو رياست د کرنیزو چارو آمر شمس‌الرحمان موسی وايي چي د کوکران تحقیقي فارم کې په دې اړه څېړنې شوي چي ولي انار چوي او د مخنيوي لاري چاري يې څه دي.

نوموړي وویل: «زموږ د کندهار په کچه چې کوم انار کومې ناروغي لري د کوکرانو په تحقیقي فارم کې په دې اړه سږکال تحقیق شوي چې څومره اوبه بايد ورکول شي، کوم درمل باید ورکول شي پر دغه ټولو تحقیق روان دی او جريان لري د کال په اخير کې به موږ دغه تحقیق ستاسو سره شريک کړو چې اناره ونه چاودل شي او نورې ناروغۍ پيدانه کړي اوسالم پاته شي.»

د يادوني وړده چي د کندهار انار چي په نړيواله کچه خورا مشهور دي پر پاکستان او هندوستان سربېره، تېرکال روسيې، کاناډا او اروپا ته هم صادر شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *