پر مسکو د ډرون تازه برید شوی
د روسیې د پلازمېنې مسکو ښاروال سرګیې سوبیانین وېيلي، په دغه ښار کې بیا د ډرون بریدونه شوي یو ځل بیا چاودېدونکی ډرون له هغه اسمانڅکي سره جنګول شوی چې د یکشنبې پر ورځ هم په ورته برید کې په نښه شوی و.
د روسیې د پلازمېنې مسکو ښاروال سرګیې سوبیانین وېيلي، په دغه ښار کې بیا د ډرون بریدونه شوي یو ځل بیا چاودېدونکی ډرون له هغه اسمانڅکي سره جنګول شوی چې د یکشنبې پر ورځ هم په ورته برید کې په نښه شوی و. دغه برید کې د ‹موسکوا سېټي کمپلکس› د دې اسمانڅکې ودانۍ یوویشتم پوړ ته یو څه زیان اوښتی، خو مرګژوبله یې نه ده اړولې. هغه زیاته کړې چې څو نور ډرونونه راغورځول شوي دي. له دې سره د روسیې دفاع وزارت هم اعلام کړی چې د مسکو سیمه کې ۲ اوکراییني ډرونونه د هوايي دفاع سیستمونو په وسیله ویشتل شوي او درېیم ډرون د برېښنايي جګړې تجهیزاتو په وسیله له ځپل کېدو وروسته موسکوا سیټي کمپلکس کې پر یوه غیر استوګنیزه ودانۍ راپرېوتی. په دې وروستیو کې د روسیې پر پلازمېنې د ډرون بریدونه ډېر شوي او کرېملین یې پړه پر اوکرایین اچوي. خو کیېف عموما په زغرده پر دغو بریدونو تبصره نه کوي. تر دغو بریدونو څو ساعته مخکې د اکرایین کریفيېریه ښار کې د روسیې په راکټي بریدونو کې د ۱۰ کلن ماشوم او د هغه د مور په ګډون ۶ کسان وژل شوي او ۷۰ کسان ټپيات شوي دي.