افغانستان

د خصوصي او عامه مشارکت په قانون کې اصلاحات رامنځته کېږي

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست له لوري د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان پر اساس د ماليې، عامې روغتيا، کانونو - پټروليم او صنعت - سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د خصوصي او عامه مشارکت د قانون د اصلاحاتو او تعديل په اړه غونډه ترسره شوه.

د چارو ادارې لوی رياست د پانګونې اسانتيا رياست له لوري د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان پر اساس د ماليې، عامې روغتيا، کانونو – پټروليم او صنعت – سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت ترمنځ د خصوصي او عامه مشارکت د قانون د اصلاحاتو او تعديل په اړه غونډه ترسره شوه.

د یادې ادارې د پانګونې اسانتيا رياست مرستيال شريف الله بها د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د فرمان پر اساس وويل؛ تصميم لري چې د ياد قانون د شکلیاتو ارزونه وکړي او په اړه يې نظریات له اړوندو دولتي ادارو  سره شريک کړي.

د ماليې وزارت د حقوقي بورډ رئيس مفتي عبدالصمد حقاني د خصوصي او عامه مشارکت قانون په اړه وويل؛ په قانون کې بايد داسې اصلاحات او تعديلات راوړل شي چې امارتي ادارې او خلک په کې متضرر نه شي.

د کانونو او پټروليم وزارت استازي عبدالبصير منصور په دغه غونډه کې وویل چې د خصوصي او عامه مشارکت د قانون د تعديل پر مهال بايد د تخنيکي اړخونو ترڅنګ، شرعي او اسلامي اړخونه هم په پام کې ونیول شي.

په غونډه کې د روغتيا، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت استازو هم د موضوع په اړه خپل نظريات وړاندې کړل او په اړه يې بحث وشو.

په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې اړونده  وزارتونه او دولتي ادارې به د ياد قانون تر هر اړخيزې شننې او اروزنې وروسته خپل نظريات په ليکلې بڼه اړوندې کمېټې ته وسپاري او له هغه وروسته به د نهايي توحيد لپاره د عدليې وزارت ته ولېږل شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *