گزارش

په افغانستان کې ځينې مېرمنې د انټرنېټ له لارې تجارت کوي

په افغانستان کې ځيني ښځو انلاین کاروبار پيل کړی دی. سحر رباني زاده هغه افغان نجلۍ ده چې تازه یې په افغانستان کې انلاین کاروبار پیل کړی دی.

په افغانستان کې ځيني ښځو انلاین کاروبار پيل کړی دی. سحر رباني زاده هغه افغان نجلۍ ده چې تازه یې په افغانستان کې انلاین کاروبار پیل کړی دی.

هغه له یوې مشهورې کمپنۍ چې مرکزي دفتر یې په دبۍ کې دی، توکي چې تر ډېره د سینګار هغه پکې شامل دي، افغانستان ته راغواړي او بیا یې د پلورلو له پاره په ټولنیزو رسنیوو کې تبلغات کوي.

د رباني زاده په خبره هر څوک چې غواړي د خوښي وړ توکي واخلي، دوی یې په کابل کې تر کوره ورسوي او ورځ تر بلې یې کار مخ پر غوړېدو دی.

سحر له دویچه ویله سره په خبرو کې وايي چې که څه هم په افغانستان کې د یوې مېرمنې په توګه کار ستونزمن دي، خو هغې خپل همت له لاسه نه دی ورکړی او د پلار په مرسته یې په بریالۍ توګه خپلې چارې مخ ته وړي: «… پنځه میاشتې کیږي چې انلاین کاروبار مې شروع کړی او ډېره ښه پرمخ ځم.»

په افغانستان کې ځينو ښځو لاسي صنایعو، نقاشۍ، میناتورۍ او کرنې ته مخه کړې. ځینو يې اوس خپل کورني تولیدات د کابل په یوه نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي دي.

په کابل کې د داخلي تولیداتو نندارتون

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په کابل کې د دغو شرکتونو په مالي لګښت د داخلي تولیدي شرکتونو د تولیداتو نندارتون جوړ کړ.

په دغه نندارتون کې ۵۵۰ داخلي تولیدي شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته اېښي دي. په دغه نندارتون کې د ښځو تولیدي او کرنيز شرکتونوګډون درلود.

پر افغانستان له بندیزونو وروسته ډېرې سوداګرې ښځې سختې زیانمنې شوې دي. د کرنې له پاره د مسلکي ښځو اتحادیې مشره ممتاز یوسفزۍ وايي چې اوس په ټول افغانستان کې ۴۵۰۰ ښځې د کرنې له پاره د مسلکي ښځو د اتحادیې غړي دي.

د دغه نندارتون په یوه برخه کې پر کرنیزو محصولاتو سربېره د ښځو جامې او لاسي صنایع هم نندارې ته اېښودل شوي وو. د دغو سوداګرو او صنعت کارو مېرمنو له ډلې صالحه سخي وایي چې د لاسي صنايعو په برخه کې ښځې له اقتصادي پلوه له ستونزو سره مخ دي او زیانمنې شوې دي. هغه وايي، لاسي صنايعو ته بازار نشته او خلک يې د پېرلو توان نه لري.

دا سوداګره مېرمن زیاتوي، هغه نجونې او مېرمنې چې له زده کړو او کار څخه بې برخې وې، اوس د خیاطۍ او لاسي صنایعو په ګډون يې، مرۍ اوبدلو، حکاکي، میناتوري او نقاشۍ ته مخه کړې ده.

د صنعتګرو ښځو غړې صالحه سخي وایي چې د ښځو د لاسي صنایعو له پاره بازار نشته او خلک هم د پېریدلو توان نه لري.

دا سوداګره زیاتوي چې په نندارتون کې د ښځو له پاره هیڅ اسانتیا نه وه او د ښځو د نندارتون تالار له نارینه وو څخه جلا وو.هغې وویل: «نندارتون ته د ښځو او نارینه وو لارې جلا دي. کله چې یوه کورنۍ نندارتون ته راځي، سړی باید له یوې لارې ولاړ شي او ښځه له بلې لارې.»

ځيني هغه ښځو او نجونو بيا، نقاشۍ، میناتورۍ او حکاکۍ ته مخه کړې ده. دغه مېرمنې او نجونې د خپلو هنري اثارو په پلورلو سره د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کوي.

بل لوری شامپو، صابون، د ویښتانو تیل، او د پوستکي بېلابېل کریمونه هغه توکي دي چې د رباني زاده په خبره خلک او په ځانګړې توګه مېرمنې یې ډېر خوښوي. رباني زاده وايي که څه هم د بازار په پرتله د دوی توکي لږ قیمته دي، خو د ښه کیفت په خاطر یې خلک اخیستلو ته زړه ښه کوي.

رباني زاده وايي که څه هم دوی په فزیکي ډول هم خپلو توکو ته تبلغات کوي، خو ډېر غوښتنې د خواله رسنیو له لارې دوی ته راځي نو ځکه دوی هم ډېر تمرکز هم پر انلاین برخې کوي.

د نورې نړۍ په پرتله انلاین تجارت په افغانستان کې نسبتاً یوه نوې پدیده ده چې په دې وروستیو کې انکشاف کړی دی. دا وايي لا هم د کار په لومړیو کې ده او ډېره ګټه نه کوي، خو هیله مندي ښیي چې د کار په ودې سره به یې په ګټه کې هم زیاتوالی راشي.

که څه هم د انټرنټ پر لیکه راکړه ورکړه اوس په نړۍ کې تقریباً معمول شوې، خو په افغانستان کې د بېلابېلو لاملونو له کبله په دې برخه کې لازمې اسانتیاوې نه دي رامنځته شوي.

د اقتصادي چارو کاروپوه او د انلاین سوداګرۍ متخصص خلیل احمد نادم وايي په افغانستان کې ترډېره خلک په دې باور دي چې توکي باید له پیرلو وړاندې په فیزیکي ډول له نږدې وګوري او بیا يې وپیري.

د هغه په خبره که څه هم په انلاین کاروبار کې د دغه مسلې له پاره لازم مصونیتونه او زمانتونه شته خو لا هم افغانان په اسانه په دې مسلې بارو نه کوي.

نادم د انټرنټ د سرعت کموالی، په بانکي سیستم کې د انلاین کاروبار پر وړاندې لویې ستونزې یادوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه بیا وايي چې له ستونزو سره سره یو شمېر افغانان لاهم په انلاین کاروبار کې مصروف دي. د دغې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي انلاین کاروبار د اقتصادي ودې او پرمختګ له پاره مهم دی او په کار ده چې افغانان د دغه هنر زده کړې ته پام ډېر کړي.

الکوزی زیاتوي: «د تیر حکومت په ورستیو کې انلاین کاروبار په افغانستان کې ښه وده کړې وه، دا چې هغه مهال افغانستان له نړۍ سره رسمي اړیکې لرلې نو ډېرو ځوانانو هم له دغه فرصته په استفادې له مشهورو کمپنیو توکي پیرل او بیا یې د افغانستان په مارکیټونو کې پلورل.»

په افغانستان کې د انلاین کاروبار پر وړاندې د ستونزو او فرصتونو په اړه مو وغوښتل چې د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت نظرهم ولرو خو بریالي نه شو.

د اقتصادي چارو کارپوهان او د انلاین کاروبا ماهرین وايي که څه هم انلاین کاروبار په افغانستان کې ډېر دود نه دی خو د ټکنالوژۍ پرمختګ ته په کتو دغه برخه اوس د عمومي اقتصاد په یوې نه بېلدونکې برخې بدله شوې او په کار ده چې افغانان هم له رامنځته شوې فرصته ښه ګټه پورته کړي.

ح.پ / خ. ح / ن.ز

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *