افغانستان

په میدان وردګو کې سېلابونو ۵۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د میدان وردګو د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز میدان ښار، جلریز، چک او سیداباد ولسوالیو کې د سېلابونو را وتلو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د میدان وردګو د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز میدان ښار، جلریز، چک او سیداباد ولسوالیو کې د سېلابونو را وتلو له امله خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. د یاد ولایت د ټولګټو چارو ریاست مسوولینو د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د مرکز میدان ښار، جلریز، چک او سیداباد ولسوالیو کې د سېلابونو راوتلو له امله  ۱۲ تنه مړه شوي او ۴۰ کسان لادرکه شوي دي.

د سرچني په خبره د ټولګټو چارو ریاست ماشينري همدا مهال د لارو د خلاصولو چارې پیل کړې دي چې ډېر ژر به د بامیان کابل لاره د خلکو پر مخ خلاصه شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *