اجتماعی

د ملي اقتصاد د تقویې لپاره په لومړي ګام کې باید داوبو مدیریت وشي

افغانستان د نړۍ په یوه داسې لوړه جغرافیا کې موقعیت لري چې د بارانونو او واورو اوبه یې څلورو خواووته د څپاند سیندونو، چلاوخوړونوپه بڼه له ملکه وځي او زموږ ملک په هرلحاظ تږې پرېږدي، نه یوازې ددغه څپاند سیندونو له اوبو موږ گټه نشو ترلاسه کولای بلکه دغه سرکښ سیندونه دخپلو سواحلوپه مسیرکې هرکال په زرگونو جریبه مځکه په خپل بسترهم اړوي ،دا ستونزه اوس د اسلامي امارت په هلوځلو دآموسیند په حوزه کې مخ په کنترولېدو ده ، هیله ده دا ستونزه د هېواد د نورو سیندونو په مسیرکې هم کنترول شي .

حیا ت الله حلیم
افغانستان د نړۍ په یوه داسې لوړه جغرافیا کې موقعیت لري چې د بارانونو او واورو اوبه یې څلورو خواووته د څپاند سیندونو، چلاوخوړونوپه بڼه له ملکه وځي او زموږ ملک په هرلحاظ تږې پرېږدي، نه یوازې ددغه څپاند سیندونو له اوبو موږ گټه نشو ترلاسه کولای بلکه دغه سرکښ سیندونه دخپلو سواحلوپه مسیرکې هرکال په زرگونو جریبه مځکه په خپل بسترهم اړوي ،دا ستونزه اوس د اسلامي امارت په هلوځلو دآموسیند په حوزه کې مخ په کنترولېدو ده ، هیله ده دا ستونزه د هېواد د نورو سیندونو په مسیرکې هم کنترول شي .
افغانستان اوبه د مسیرپه لحاظ په عمومي ډول په پنځوحوزو ویشل شوی چې هرې حوزې ته یې په لسگونو لوی او واړه سیندونه اوخوړونه را ټولېږي او یوه سیندیزه حوزه جوړوي په دې سیندیزو حوزوکې په میلیونوهکتاره شاړې مځکې پرتې دي که یې د اوبومدیریت وشي ښکاره ده چې افغانستان به دې نړۍ د غلو دانوپه ګدام بدل شي .
لومړي د کابل سیندیزه حوزه : چې دسیند له مبدآ یانې د اونۍ له کوتل څخه پیلېږي له میدان ښاراو للندرله درې په تېرېدو سره د دارالامان په برخه کې د کابل ښارته ننوځي اوله ښار په تېرېدو د څرخي پله په برخه کې د لوګرله لارې چک وردک سیند ورسره یوځای کېږي او دواړو د تنګي غارو له لارې په تېرېدود نغلو دبریښنا په بند کې له هندوکش څخه د راوتونکي د پنجشیراوسالنګ له سیندونو سره یوځای کېږي چې وروسته د ننګرهار کونړ او لغمان سیندونه هم ورسره یوځای کېږي او تول په ګډه دیوه قوي سیند په بڼه مخ د ختیځ په لورد کمکي خیبرله تنګۍ تېرېږي اودکوزې پښتونخوا د اتک په برخه کې د سند (آباسین ) له سیند سره یوځای کېږي اود پاکستان په خاوره کې مخ د سهیل ختیځ په لورخپل مسیر ته ادامه ورکوي او په دې توګه هرکال په میلیونومترمکعب اوبه پرته له دې چې ترې ګټه واخیستل شی او یا د هېواد په دننه کې ذخیروي بندونه ورته جوړشي په وړیا ډول ختیځ ګاونډي هېواد ته وځي.
ددغه سیند اوبه نه یوازې د کرنیزسکتورپه برخه کې نه دي مدیریت شوی بلکه د پنجشیردرې په اوږدو کې دکابل اړوند (ورېښمین تنګي) اودکونړاو ننګرهارپه ولایتونوکې د برېښنا د تولید داسې قوي فابریکې پرې جوړېدای شي چې برېښنا به یې دافغانستان ترڅنګ د سیمې هېوادونه هم تنویرکړي خوپه اقتصادي لحاظ د پام وړ تصرف نه دی پرې شوی ځکه له ورېښمین تنګي نه په وتلود تورغرپه شمالي لمنوکې اوس هم په ښکاره په سل هاوو زره هکتاره شاړه مځکه پرته ده همدارنګه له دغه تنګي نه په وتلوشمال پلو د لغمان تر دروازې پورې هم په زرګونوهکتاره شاړه اوبایرمځکه پرته ده .
دوهم د آموسیند حوزه : دهېواد په شمال کې د پامیرله لوړو سطحو اود زرکول له جهیل نه د پنج سیند په نوم را پیل کېږي اوکله چې د کندزله سیند سره د همدې ولایت د قلعه زال په ولسوالۍ کې یوځای شي نود آموسیند نوم خپلوي، دغه سیند چې د نړۍ له مشهورواوپېژندل شویوسیندونو څخه دی په اقتصادي لحاظ یې افغانستان ته له ضررپرته هېڅ ګټه نه ده اړولې ګویا داچې په هغه اندازه چې له دې سیند څخه د افغانستان خاورې ته زیان تکیه دي ګټه نه ده ترې پورته شوې یا په بل عبارت آموسیند دخپلو سواحلودتخریب له پلوه د هېواد ترټولو (بدغونۍ ) سیند پېژندل شوی ځکه په کال کې خپل په زرگونو جریبه سواحل په مخه کوي اود افغانستان په خاوره کې خپل ځانته د بهیدلو نوی بسترجوړوي همدا وجه ده چې د افغانستان پولې د بدخشان، تخار، کندز، مزارشریف اوشبرغان په ولایتونو کې د ارې دغاښو په شان تیرې بېرې دي ځکه دغه سیند په هر ځای کې یې چې زور رسېدلی داسې بې دریغه بیدیایې یې اړولې چې ان د هېواد نقشي ته یې هم بدلون ورکړی، د تخارپه ولایت کې یې د درقد ولسوالي دسیند پورې غاړه ته پوری ایستلې ده خوله نیکه مرغه چې د اسلامي امارت په راتلوسره دا ستونزه مخ په کنترولېدو ده ځکه د سواحلوپه ټینګښت یې عملاْ کارپیل شوی دی .
د سردارمحمد داود خان د پنځه کلن پراختیایی پلان له مخې دآمو سیند اوبه د شمال سمت د تخار ، کندوز، بغلان، سمنګانو ، مزارشریف اوجوزجان په پراخه ډاګونو را ګرځول کېدی او دومره پراخه کرنیزه ساحه یې احتوا کوله چې محصولاتو به یې د نړۍ د اوسېدونکو لپاره کفایت کړی وای خو دا هیله د یاد سردارله وژل کېدو وروسته په ناهیلې بدله شوه .
خو بیا هم هیله من یوچې د [قوش تپې] کانال په بشپړېدو سره افغانستان هم له دې سیند څخه په اقتصادي لحاظ یوڅه څکه وکړي .
دغه سیند ټول ټال ۲۵۰۰ کلیومتره اوږدوالي لري چې له پورتني رقم نه ۱۲۰۰کیلومتره د تاجکستان او ازبيکستان له هېوادونوسره د افغانستان گډه پوله جوړوي .
آموسیند د جوزجان ولایت د خمیاب په سیمه کې له افغانستان نه د شمال لودیځ په مسیردترکمنستان په لور وځي .
دریم د مرغاب سیندیزه حوزه : چې د بادغیس له ولایت نه سرچینه اخلي اومخ دې شمال لویدیځ په لوري بهېږي او دبالا مرغاب په ولسوالۍ کې د افغانستان خاوره د ترکمنستان په مقصد پرېږدي، له دغه سیند څخه هم کومه اقتصادي ګټه نه ده ترلاسه شوې نوځکه یې د اوبومسیرد سیندونواو خوړونوپه بڼه دیاد هېواد په لوري میلان لري دغه سیند له ترکمنستان سره د افغانستان ۴۵ کیلومتره گډه پوله جوړوي، دمرغاب دسیند سواحل هم په ځینو برخو کې د انقراض په حال کې دي .
څلورم د هریرود سیند حوزه : دغه سیندیزه حوزه د غورله ولایت څخه سرچینه اخلي اومخ پرقبله د هرات په لوري بهېږي یاد سیند هم د نورو سیندونو په څېرله چخچران څخه را نیولې بیا د هرات د کهسان ترولسوالۍ پورې په زرګونو هکتاره کرنیزې مځکې لري چې په آسانۍ سره دسیند تراوبو لاندې کېدای شي ، مرغاب سیند هم د کهسان په ولسوالۍ له هېواده وځي اود ايران دتربت جام په سیمه کې پرېمانه کرنیزې مځکې خړوبوي .
پنځم د هلمند سیندیزه حوزه : بیا پرخپلوساحلونوکې د افغانستان د ټولوسیندونوپه پرتله ډېرې شاړې کرنیزې مځکې لري، دغه سیند د پغمان د غرونوله شا سرچینه اخلي اومخ د سهیل لویدیځ په لوربهیږي اود نیمروز ولایت ترچهاربرجک پورې د میلیونوهکتاره کرنیزې مځکې د خړوبولو توان لري ددغه سیندپه ساحلونو کې د سیستان په سیمه کې ترټولوډېره (بوره ) کرنیزه مځکه پرته ده .
د هلمند سیند د هېواد یوازنی سیند دی چې د افغانستان په جغرافیا کې په اوږده ، خوبې ګټې مسیر بهېږي.
د یادولو وړده چې سلگونه کاله وړاندې د هلمند سیند لپاسه د زرکن او زورکن په نامه دوه لوی نهرونه چې د سل هاوو زره هکتاره کرنیزې مځکې دخړوبولوتوان یې درلود ،فعال و ، خودغه نهرونه د خونړي چنګیزاوتیمور د خونړيو تاړاکونو په مهال ړنګ او ترنن پورې یې بېرته احیا اوجوړولوته چا زړه نه دی ښه کړی.
دپورته سیندیزه حوزو ترڅنګ یوشمېرنورداسې سیندونه هم شته چې دې سیندیزوحوزوپه حساب نه را ځي خواوبه یې بهرنیو ملکونو ته وځي چې په دې ډله کې له خوست اوپکتیکا څخه هم یوشمېرلوی او واړه سیندونه پاکستان ته وتلي دي.
ترټولو مهمه داچې افغانستان ته د بل هېڅ کوم هېواد له لوري د سیند یا نهرپه بڼه اوبه نه دي راغلې چې دا پخپله ښیې افغانستان د نړۍ پربام پروت دی یا په لنډه توګه د افغانستان جغرافیایي موقعیت داسې عیاره شوې چې کلنی اورښت یې ډیر، خوسیندونه یې پرته له دې چې دغه ملک ته ګټه ورسوي ډېره گټه یې د منځنۍ آسیا هېوادونوته رسېدلې ده .
دې وروستي کلام په توګه که موږ ددې توانمندی ولروچې خپلې اوبه مهاراوهغه په خپل کرنیزسکتورکې مدیریت کړو ، جوته ده چې د سیمې هېوادونوته به هم ډوډۍ ورکړو .

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *