فرهنگی

د متن معنوي غنيوالی

د یوې سوژې یا معلوماتو د لېږد لپاره په کار دي چې لیکنه مو له معنوي اړخه غني وي، په اوسنيوو په لیکنو کې کوښښ کېږي چې خپل هدف او پیغام په لنډو جملو کې تر لوستوونکي ورسوي. کله چې موږ د لیکنې لپاره موضوع انتخاب کړه، لومړی باید د هغې په اړه اړونده کتابونه، مقالې او لیکنې پيدا کړو، د هغو ټولو اړوندو معلوماتو له لوستلو موږ په لیکلو پیل کوو او د خپل پیغام نچوړ لیکو. د یوې موضوع له لیکلو مخکې د هغې په اړه د نورو لیکوالانو لیکنې لوستل موږ ته نوښتګر ذهنیت راکوي او د سوژې په اړه وضوح ډېروي. مطالعه په ژوند او انسان په شخصیت باندې ګټوره اغېزه لري، د مطالعې څښتن پراخ لرلید لري او د دلایلو شتمن منطق لري. له دې وروسته موږ باید د لیکنې ربط سره همرنګه کړو، جملې له معنوي او جوړښتي پلوه یو له بل سره وتړو او ټوله لیکنه د یوه ځنځیر په څېر جوړه کړو. د جملو تر منځ تسلسل او د دلایلو د بیانولو تر منځ نږدې والی باید په نظر کې ونیسو. که موږ د لیکنې په دوام کې له یوه دلیل لرې بل دلیل او له یوې همرنګې جملې سره بل ناهمرنګه وتړو، معلومه ده چې لوستونکی ستړی کوي او د لیکنې رواني والی له منځه ځي. د ښې لیکنې ځانګړنه دا ده، چې باید د دلایلو روانيوالی ولري. بله مهمه خبره چې لیکنه مو له شکلي اړخه پياوړې کوي هغه د لنډو جملو کارونه ده. په لیکنه کې باید لنډې، غوڅې، قاطع او له پر ظاهري جوړښت روانې جملې ولیکو. په لیکنو کې د سختو لغاتونو کارول مو لوستوونکي او اغېز کموي، نو د دې لپاره چې لیکنه مو تر ډېرو خلکو ورسېږي او هر څوک یې په لوستلو ستاسو پیغام واخلي، اړینه ده چې اسان، ښکلي، نوي، روان او بامفهومه لغاتونه په خپلو لیکنو کې وکاروو. هر انسان چې لیکوال شوی تاسو د هغوی د ژوند کیسې واورئ. ټول ډېرې تجربې لري، ډېرې ښې او بدې ورځې یې لیدلې وي، هغوی په ټولنه کې ډېر ځورېدلي وي او په پوره مانا له بدو حالاتو راوتی وي. لیکوالان ډېری وخت ټولینز او مدني پاتې شوي وي، همدا مدنیت یې بیا پر ژوند اغېز کړی او کله یې چې د دغو اغېزو بیان پر قلم کړی یا یې د خپل ژوند او فکر منظم بیان پر لیک کړی، نو د خلکو له هرکلي سره مخ شوي. د همدې لپاره اړینه ده، چې تاسو هم په ټولنه کې باید له نورو خلکو ډېر فعال، په هر ډول کیسو، قضیو او معاملو کې ځان وپوهوئ او ډېر ځیرک واوسئ چې هره صحنه بیا راتلونکې ورځ پرته له کوم خیال او خوب څخه په حقیقي بڼه بیان کړئ. که غواړئ لیکنه مو له معلوماتو غني وشمېرل شي نو تاسو باید هغو ځایونو ته سفر وکړئ، ویدوګانې، انځورونه او د سیمې له فرهنګ څخه یې ځان خبر کړئ، کومو ځایونو په اړه چې تاسو غواړئ لیکل وکړئ. سفر ، له تاریخي ځایونو لیدنه، د ویرې، خوښۍ، ذلت او وقار صحنې په عملي بڼه لیدل ستاسو ذهن او منطق پراخوي.

وحیدالله مومند

بله ډېره مهمه خبره دا چې که تاسو غواړئ، لیکنې مو څو اړخه ولري، نو تاسو اړ یاست، چې د لیکلو په لړ کې د خپلې موضوع په اړه خپل فکر بوخت وساتئ. کله مو چې قلم او کاغذ یا کمپیوټر را واخيست، نور تاسو یوازې او یوازې د خپلې موضوع په اړه ژور فکر وکړئ، په خپل ذهن کې تېرو وختونو، لوستو کتابونو. ځایونو او تجربو ته لاړ شئ، څومره چې ستاسو یاد تازه کېږي هغومره ستاسو لیکنه منطقي جاج اخلي او منښت یې ډېرېږي. په دې اړه که تاسو د مکتب په ابتدایه دوره کې دا بیت لیدلی وي نو زما د پیغام د لېږد لپاره بسنه کوي:
پوهه ټوله راوتلې له مغزو ده
هسې نه چې په دا ډېرو کتابو ده
ټول کتابونه د انسانانو لخوا کښل شوي، هغوی هم ډېر فکر په دې موضوعاتو کړی، مطالعه یې کړې، په لیکلو یې پيل کړی، کره او منل شوي کلمات، جملې او منطقي دلایل یې را ټول کړی او هماغو ته یې د کتاب پوښ ورکړی. نو د لیکوالۍ لپاره تر ټولو مهم څیز ستاسو ذهن دی، هر څومره چې ستاسو لرلید بوخت وي هغومره به مو لیکنه له بلاغت او فصاحته ډکه وي.
د متن د غني کولو لپاره اړینه ده چې موږ له بلاغي علومو، بدیعي علومو او معاني څخه هم ګټه واخلو. د بېلګې په توګه په ځینو متنونو کې د متلونو، اصطلاحاتو، لغاتونو، تشبیهاتو، استعارو او نورو ادبي صنایعو کارول مو د متن ښکلا او داخلي ظرفیت لوړوي. ځینې وخت د خپلې لیکنې په دوام کې یوې فرعي موضوع ته په اشارې د بل لیکوال نقل قول را لېږدول په لوستونکي کې د ستړیا احساس له منځه وړي او داسې حس ورکوي، چې د لیکنې لوستل یې نوي پيل کړي وي. د خپلو معلوماتو د ډېرښت لپاره د خلکو د ژوند کیسې واورئ، د پخوانیو زړو خلکو خوا ته ورشئ، هغوی به تاسو ته خپلې د ځوانۍ او ستاسو له پیدایښت ورهاخوا کیسې په ډېر ویاړ وکړي، هغوی به حتماً تاسو ته خپله کیسه داسې ربطي او منطقي بیانوي چې هېڅ ډول تېروتنه پکې نه کوي، دا چې دوی تاسو ته د ژوند کیسې، روایتونه او یا حکایتونه په ژبه څومره په هنر بیانوي، تاسو باید هماغسې په لیکنو کې د کیسو بیان پر قلم وکړئ، چې خلک یې افسانه او خیال ونه ګڼئ، د یوې کیسې منطقي بیان ستاسو په تجربې او د لیکوالۍ په هنر پورې اړه لري، موږ که ووینو د هر انسان ژوند له کیسو ډک دی، دا ټولې کیسې لیکل او مستندول غواړي، خو زموږ لیکوالان اوس هم د سوژې له نشتون څخه بېزاره او سرګردانه دي.
د ښې لیکنې لپاره پیوست او پرته له سموونې لیکل وکړئ، کله مو چې موضوع له هره اړخه وشنله، او په دې ډاډه شوئ چې نوره مو لیکنه بشپړه ده او خپل پیغام مې لېږدولی، وروسته له هغه خپل متن کلمه په کلمه، جمله په جمله سمه کړئ او د وروستي ځل لپاره یې په لوړ غږ له سره تر پایه ولولئ، که چېرې لیکنې مو رواني، لغاتي، منطقي یا کومه بله تشه درلوده، تاسو يې بار بار د متن د ظاهري ښکلا پر بنسټ سمولی شئ.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *