اجتماعی

څنګه خوشحاله ماشومان وروزو؟

یوه له غوره ډالیو څخه، چې مور او پلار کولای شي، خپلو ماشومانو ته یې ورکړي، د هغوی د خوشحاله اوسېدو شونتیا ده. د خوشحاله اوسېدو له پاره، ډېرو پیسو او شتمنۍ ته اړتیا نه شته، بلکې کولای شئ، چې په ډېرو ساده او  عادي امکاناتو سره خپل ماشوم خوشحاله کړئ.

ژباړه: عطا محمد میاخېل

یوه له غوره ډالیو څخه، چې مور او پلار کولای شي، خپلو ماشومانو ته یې ورکړي، د هغوی د خوشحاله اوسېدو شونتیا ده. د خوشحاله اوسېدو له پاره، ډېرو پیسو او شتمنۍ ته اړتیا نه شته، بلکې کولای شئ، چې په ډېرو ساده او  عادي امکاناتو سره خپل ماشوم خوشحاله کړئ.

هغه ماشومان، چې وکولای شي، خپل دننني احساسات او عواطف وپېژني، نو کولای شي چې په خپل ټول ژوند کې یې خوندي وساتي. د ماشومانو خوښي او خوشالي، د هغوی د روحیې، انګېزې او په ځان باندې د باور د پیاوړتیا سبب ګرځي. مور او پلار کولای شي له دې ساده او آسانه تګلارو څخه په ګټه اخیستنې سره، د ماشومانو په وجود کې خوښي او خوشالي ژوندۍ وساتي.

له خپلو ماشومانو سره لوبې وکړئ:

له خپلو ماشومانو سره ماشومانه لوبې وکړئ، په ژمي کې واورینې لوبې وکړئ. واورین سړی جوړ کړئ او له واورینو لوبو څخه خوند واخلئ. ښایي ونه شئ کولای، چې له خپلو ماشومانو سره منډې ووهئ او تحرک ولرئ، خو ستاسو حضور په هغوی کې د پایښت لرونکي ځواک د ډېرښت لامل ګرځي، تاسو او د ماشومانو له پاره به مو د خوښۍ او خوشالۍ دلیل شي. ماشومان له دې، چې کولای شي، ډېر والوزي او چټکې منډې ووهي، د غرور احساس کوي او د خپلې دنننۍ انرژۍ په آزادولو سره، د خوښۍ او خوشالۍ احساس کوي.

په لوړ غږ وخاندئ:

ټوکې وکړئ، خندا لرونکې کیسې، طنزونه او خوشالي را منځته کوونکي شعرونه ووایئ. د خوشحاله کوونکو بوختیاوو په لټه کې واوسئ. داسې یو کار ترسره کړئ، چې ستاسو د ماشوم د خندا غږ پورته شي؛ هغه وخت به وګورئ، چې د هغه په خندا سره به تاسو هم وخاندئ، ستاسو خندا، ستاسو په جسم او روح  باندې اغېزه کوي او ډېری اروایي فشارونه را کمېږي. بدن ته مو لا ډېر اکسیجن رسېږي او په ښې روحیې سره ستونزې حل کولای شئ.

بریالي ماشومان، خوشحاله ماشومان دي او خوشحاله ماشومان بریالي ماشومان دي. هڅه وکړئ، چې په خپل ماشوم کې داسې عادتونه پیاوړي کړئ، چې په هغه کې د زغم او مقاومت روحیه لوړه کړي. ټول ماشومان د تفریح زنګ او خوشحاله کوونکو لوبو ته اړتیا لري. د الوتونکو د الوتنې او د ورېځو حرکت لیدل او خپل شاوخوا چاپېریال ته دقت کول، کولای شي، یو ډول تفریح وګڼل شي.

ماشومانو ته مرسته او ملاتړ زده کړئ:

له خپلو ماشومانو څخه وغواړئ، هغه پخواني اسباب او وسایل، چې ډېره موده یې ترې کار نه دی اخیستي، هغو اړمنو ماشومانو ته ډالۍ کړي، کوم چې پېژني یې، ماشوم په داسې یوه حالت کې روحي او اروایي آرامتیا تر لاسه کوي او د زړه له کومې د خوښۍ او هوساینې احساس کوي.

د ماشونو په هڅونه کې خلاق واوسئ:

کله چې ستاسو ماشوم د کوم کار په ترسره کولو کې بریالی شوی او خپلې موخې ته رسېدلی، د هغو جملو په ویلو سره، کومې چې له دې بریا څخه ستاسو خوشالي څرګنده کړي، هغه وهڅوئ، البته پام مو وي، چې په هڅونه کې افراط ونه

کړئ.

ماشوم ته د نوښت شونتیا ورکړئ:

هر ماشوم خپله ځانګړې وړتیا او استعداد لري، نو ولې دا شونتیا ورنه کړو، چې خپله وړتیا او استعداد په خپله څرګند کړي؟ آیا هغه له کتاب لوستنې سره مینه لري؟ په دې صورت کې، کله چې تاسو پخلی کوئ او یا هم باغچه خړوبه وئ، کولای شئ، هغه ته اجازه ورکړئ، چې تاسو ته کتاب ولولي، کله چې د مرستې او همکارۍ له پاره د خپل ماشوم شور، شوق او لېوالتیا ومنئ او داسې وښایئ، چې د هغه د مینې تر اغېزې لاندې راغلي یاستئ، نو د هغه د خوشالۍ او په ځان باندې د باور د ډېرښت سبب به یې شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *