افغانستان

د ملي دفاع وزارت اړوند څه باندې ۳۰۰ بېلابېل پوځي وسایط بیا ورغول شول

د ملي دفاع وزارت د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ کې د ۳۲۷ بېلابېل ډوله پوځي وسایطو د بیا رغولو خبر ورکړی دی.

د ملي دفاع وزارت د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ کې د ۳۲۷ بېلابېل ډوله پوځي وسایطو د بیا رغولو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د جګړه ییزو تامیناتو ښوونځي په ورکشاپونو کې ۳۲۷ بېلابېل ډول پوځي وسایط د تخنیکي او مسلکي انجنیرانو په هڅو ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

یاد وزارت زیاته کړې، چې په دغو وسایطو کې ۲۰۴ رنجر ۲۱ هاموې ټانګونه، ۲۲ انټرنیشنل ۲۱ فورد ایفریست ۱۱ فورکلفتونه او ګڼ شمېر نور پوځي  وسایط او تجهیزات شامل دي.

د سرچینې په وینا، د حضرت عبدالله ابن مسعود رض د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ مسئولینو یاد وسایط په منظم ډول پارک کړل او د اړتیا په صورت کې به ترې استفاده کوي.

باید وویل شي، چې له دې وړاندې هم د یاد وزارت اړوند زرګونه بېلابېل ډوله پوځي وسایط تر بیا رغولو وروسته ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *