سیاسی

اسلامي امارت د ګاونډیو هېوادونو  مشروع ګټو ته درناوی لري

د افغانستان اسلامي امارت د نړیوالو تړونونو له چوکاټ څخه خبر دی، د هېوادونو مشروع ګټو ته درناوی لري او له ګاونډیو او نړیوالې ټولنې څخه هم ورته تمه لري.

د افغانستان اسلامي امارت د نړیوالو تړونونو له چوکاټ څخه خبر دی، د هېوادونو مشروع ګټو ته درناوی لري او له ګاونډیو او نړیوالې ټولنې څخه هم ورته تمه لري.

د افغانستان اسلامي امارت له ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادونو سره د ښه ګاونډیتوب غوښتنه کوي، د هېوادونو مشروع ګټو ته درناوی لري او د هغوی رعایت ته ژمن دی.

د تروریستي ډلو او نورو جریانونو فعالیتونه چې له لرې او نږدې هېوادونو سره د افغانستان اړیکو ته زیان ورسوي نه شي زغملی، د نړیوالو کنوانسیونونو له احکامو خبر دی او د دې کنوانسیونونو په موجودیت کې د خپل او نورو په حقوقو ښه پوهېږي،

او په عین وخت کې تمه لري چې د نږدې او لرې هېوادونه له افغانستان سره یو شان چلند ولري، د داسې تعریف په شتون کې چې په نړیوالو اړیکو کې د اسلامي امارت له خوا ورکول کېږي، سفارشي غوښتنه هم نه شي زغملی.

په دې وروستیو ورځو کې داسې اوازې اورېدل کېږي چې ګنې اسلامي امارت د یو مشخص هېواد سیاسي او وسله والو مخالفینو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړي او د داسې یوې ډلې د تروریستي فعالیتونو ملاتړ کوي.

په داسې حال کې چې دا خبرې د حقایقو انعکاس نه شي کولای، برعکس د افغانستان اسلامي امارت پردې ټینګارکوي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د هېواد او ګاونډیو هېوادونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

دا به د هېوادونو لپاره مهمه وي مخکې له دې چې دوی ادعا وکړي خپل کورنی وضعیت تحلیل کړي، او که دوی کوم تور لګوي، باید مستند او مدلل وی، داسې نه چې دوی یوازې پرافغانستان تورونه لګوي او په خپلو هېوادونو کې د خلکو ذهنونه مغشوش کړي او په خپلو هېوادونو کې له ترخو واقعیتونو څخه د هغوی ذهنونه واړوي، په داسې حال کې چې دوی هېڅ شواهد او اسناد نه لري.

د تورونو لګول یو حد پورې دی یو شمېر هېوادونه اسلامي امارت د دوحې د تړون رعایتولو ته متوجه کوي، په داسې حال کې چې د دوحې تړون د افغانستان او امریکا ترمنځ یو قانوني سند دی، چې د دواړو لورومکلفیتونه پکې بیان شوي دي او د درېیم هېواد د وضعیت په اړه هېڅ یادونه نه ده شوې.

په داسې حال کې چې اسلامي امارت د ګاونډیو هېوادونو په ګډون له نورو هېوادونو سره د معقولو اړیکو د دوام لپاره تعریف شوی چوکاټ لري، هغه هېوادونه چې اسلامي امارت د دوحې تړون رعایتولو ته هڅوي، لازمه ده چې دوی د دې تړون له حقوقي حالت څخه خبر شي او پوه شي چې د دوحې تړون یوازې دوه اړخونه لري. ګاونډي هېوادونه او دغه راز د سيمې هېوادونه په دې ښه پوهېږي چې افغانستان د هېڅ ترهګرې ډلې  پټنځای نه دی او د هېڅ هېواد پر ضد  ناوړه فعالیتونو ته اجازه نه ورکوي.  د نورو هېوادونو واکمنان باید د خپلو داخلي ستونزو څخه د تېښتې په موخه پر افغانستان تورونه ونه لګوي.

په سیمه کې د ثبات د ټینګښت او د همکاریو او همغږي د ودې لپاره باید په ګډه د تفاهم په فضا کې ژوند وکړو او که د افغانستان په اړه کومه خبره وي او یا د نورو پر وړاندې د دغه هېواد د ناوړه فعالیتونو خبره، باید مدلل اومستند بیان شي او اسلامي امارت هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *