افغانستان

مولوی امیر خان متقي: اسلامي امارت د کانونو راسپړلو په برخه کې له اقتصادي شریکانو سره ګډ کار ته چمتو دی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د سیمې د سوداګرو او پانګوالو سره په جوړه شوې غونډه کې ووېیل هغه هېوادونه، چې موږ ته د ټول ګډونه حکومت جوړولو او امنیت د تأمین مشورې راکوي، د هغوی په نسبت د افغانستان اوسنی حکومت ټول ګډونه او امنیت ټینګ دی.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د سیمې د سوداګرو او پانګوالو سره په جوړه شوې غونډه کې ووېیل هغه هېوادونه، چې موږ ته د ټول ګډونه حکومت جوړولو او امنیت د تأمین مشورې راکوي، د هغوی په نسبت د افغانستان اوسنی حکومت ټول ګډونه او امنیت ټینګ دی.

یاد غونډه وړم، ماښام د امام ابو حنیفه رح د دويم ملي او نړيوال نندارتون پر دوام د بهرنیو چارو او صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري د سيمې د سوداګرو او پانګه والو سره د غونډې په موخه په پلازمېنه کابل کې جوړه شوې وه.

مولوي امیرخان متقي په دغه غونډه کې ووېیل چې افغانستان د مرکزي او سويلي آسيا ترمنځ د سوداګرۍ او اتصال تر ټولو لنډه او غوره لاره ده.

متقي زیاته کړه، چې تېر کال د افغانستان صادرات ۱.۹ ميليارده ډالره وو، چې دا د هېواد د سوداګرۍ په تاريخ کې بېساري وو او له ټولو ستونزو او بنديزونو سره سره د افغانستان اقتصادي وضعيت ښه دی.

نوموړي همدارنګه ووېیل چې اسلامي امارت د کوکنارو د له منځه وړلو او د بديل کښت په برخه کې د پام وړ کار کړی دی.

سرچینې زیاته کړه، چې افغانستان د کافي اوبو، مځکې، مناسب اقلیم او بشري ځواک په  درلودلو سره د کرنې په برخه کې پانګونې ته اړتیا لري، تر څو کرنیز محصولات په ښه شکل پروسس او نورو هېوادونو په ځانګړي ډول سویلي، او مرکزي آسیا ته صادر شي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت چمتو دی، د کانونو په برخه کې له خپل اقتصادي شریکانو سره ګډ کار وکړي.

نوموړي له نړيوالو  غوښتنه وکړه، چې تجارت له سياست سره ونه تړي او په دې برخه کې له اسلامي امارت سره ګډ کار وکړي.

په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال په یاده غونډه کې ټولو ملي او نړیوالو پانګه والو او سوداګرو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او له هغوی څخه يې غوښتنه وکړه، چې په ډاډه زړه دې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د امام ابو حنیفه رح ملي او نړیوال نندارتون وړمه ورځ په پلازمېنه کابل کې پرانیستل شو او یوه اوونۍ به دوام وکړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *