د بهرنيو چارو وزرات: د پاکستان اندېښنې بېځایه دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هېڅ لوري ته به اجازه ورنهکړي چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، هېڅ لوري ته به اجازه ورنهکړي چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي. یاد وزارت داسې مهال دغه غبرګون ښیي چې وړمه ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز «عاصم منیر» د بلوچستان ایالت اړوند د کویټې ښار ژوب ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال ویلي وو چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون ته اندېښمن دی.
نوموړي تمه ښودلې وه چې د افغانستان اسلامي امارت د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او چاته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو پر وړاندې وکاروي.
د پاکستان د پوځ په اعلامیه کې د جنرال منیر په حواله ویل شوي:
«تمه ده چې له دوحې هوکړې سره سم به د افغانستان سرپرست حکومت ترهګرو ته اجازه ور نه کړي چې د بل هېواد پر وړاندې د افغانستان خاوره وکاروي.»
خو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وایي، دوی ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه کارول کېږي.
د دغه وزارت ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل پهدې اړه ویلي چې د دوی دریځ روښانه دی او هېڅ وسلهوالې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت وکړي.
«پهدې اړه د افغانستان اسلامي امارت دریځ ښکاره او څرګند دی. د افغانستان اسلامي امارت هر وخت په دې ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد نه کارول کېږي او نه به هم چاته اجازه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه نورو هېوادونو پر ضد ګټه پورته شي.»
د چارو شنونکي بیا وایي، پاکستان غواړي چې لهدې لارې له امریکایي لوري سره اړیکې نږدې او سیاسي فشار ته لار هواره کړي.
د سیاسي او پوځي چارو شنونکی جنرال محمد صادق شینواري پهدې اړه وویل:
«پاکستان له ډېر پخوا دغه ډول څرګندونې کوي او تراوسه یې داسې کوم اسناد او شواهد نه دي وړاندې کړي چې وښیي دغه څه رښتیا وي او یا د افغانستان له خاورې پاکستان ته خطر پېښ شوی.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امریکا جمهور رئیس جوبایډن هم ویلي وو چې اوسمهال په افغانستان کې هېڅ وسلهواله ډله فعالیت نه لري.
وړمه ورځ یو شمېر وسله والو کویټې ښار ته نږدې د پاکستاني پوځ پر ګارنیزیون برید وکړ او وروسته د پاکستان پوځ رسنیز مرکز مسئولینو وویل چې په دې نښته کې نهه پوځیان او پنځه وسله وال وژل شوي دي.