افغانستان

د پکتیا سېلاب‌ځپلي د مرستو غوښتنه کوي

د پکتیا مرکز ګردېز، لجه منګل، روحاني بابا او ځینې نورې هغه سیمې چې د وروستیو سېلابونو له کبله زیانمنې شوې، اوسېدونکي یې وايي، کورونه یې سېلابونو ویجاړ کړي او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پکتیا مرکز ګردېز، لجه منګل، روحاني بابا او ځینې نورې هغه سیمې چې د وروستیو سېلابونو له کبله زیانمنې شوې، اوسېدونکي یې وايي، کورونه یې سېلابونو ویجاړ کړي او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د مرکز ګردېز دوه اوسېدونکي تاجمیر او نورمحمد وايي، د سېلابونو له کبله یې کورونه نړېدلي او د حکومت او موسساتو له همکارۍ پرته نه شي کولی چې خپل کورونه او زراعتي ځمکې بېرته ابادې کړي:

«موږ ته یې ډېر زیان اړولی دي، چا کومک هم نه دی راسره کړی، ځمکې یې رانه وړي دي، کوټې یې رانه ړنګې کړي دي، نو موږ له موسساتو مرستې غواړو او چې کومکونه کم نه کړي ځکه خلک غریبان دي.»

« اقتصاد مو هم ضعیف دی دا موسسات باید له موږ سره کمکونه وکړي، که نور نه وي د خدای بشر خو یو کنه؛ او دا هیله لرو له موسساتو، دولتونو او خپله د اسلامي امارت نه چې له موږ سره همکاري وکړي موږ ډېر دردیدلي یو.»

بل لور ته د لجه منګل ولسوالۍ دوه اوسیدونکي نواب خان او خیال الدین هم وايي، په تېرو دوو اوونیو کې سېلابونو کورونه ترې ړنګ کړي او ترڅنګ یې کرنېزې ځمکې، لارې او د څښاک اوبو چینې او څاه ګانې هم له منځه وړي دي.

دوی دغه راز زیاتوي چې په سیمه کې یې په کرنیزو ځمکو پیاز او د غنمو کښت حاصل ته نږدې شوي و، خو د سېلابونو له امله یې ټول حاصلات له منځه تللي دي:

«زموږ د سیمې خلکو ته سېلاب زیات زیان اړولی دی؛ ځمکې، کورونه او سرکونه دا هرڅه یې ختم کړي دي اوس له ډېرو ستونزو سره مخ یو، له لوږې تندې او له هرې ستونزې مخ یو.»

« پیاز، غنم دا هر څه یې خراب کړي دي ځکه غرونه دي له هر طرف نه سېلاب راغلی ډېر زیان یې اړولی دی، بل کاروبار نه شته خلک بیخي ژوبل دي.»

د پکتیا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ریاست رئیس نثار احمد نجات هم د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو او مرکز ګردېز کې خلکو ته د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو خبره تاییدوي او وايي، وروستیو سېلابونو ۳۰ کورونه نړولي او په لجه منګل ولسوالۍ کې یې دوکانونه، د یوه ښوونځي ودانۍ او یوه دیني مدرسه هم زیانمن کړي دي:

« په دغه اوسنیو طبیعي پېښو کې چې په لجه منګل او روحاني بابا کې ډېر کورونه هم زیانمن شوي او خلکو ته په زراعتي او نورو برخو کې تاوانونه رسیدلي، موسساتو خپلې سروې ټیمونه او فعالیتونه په ټپه درولي دوی دا موضوع سیاسي اړخ ته اړولې چې دولت د ښځو ټیم ته اجازه نه ورکوي، نو زموږ د ریاست سره یې د طبیعي پېښو کې خپل فعالیتونه په ټپه درولي.»

په پکتیا کې تر دې وړاندې د طبیعي پېښو له کبله له زیانمنو خلکو سره موسساتو مرستې کولې، خو په موسساتو کې د ښځو له کار بندیز وروسته دغه مرستې کمې شوې دي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *