جهان

د پاکستان په صنعتي تولیداتو کې کمی راغلی

پاکستان کې د اقتصادي کړکېچ په دوام د ډېرو خوراکي توکو په اونیزه بیو کې ۲۹ سلنه زیاتوالی راغلی  او د اوړو، چایو، وريجو، بورې او غوښې نرخونه له پخوا ډېر لوړ شوي دي.

پاکستان کې د اقتصادي کړکېچ په دوام د ډېرو خوراکي توکو په اونیزه بیو کې ۲۹ سلنه زیاتوالی راغلی  او د اوړو، چایو، وريجو، بورې او غوښې نرخونه له پخوا ډېر لوړ شوي دي. رسمي شمېرې ښيي، پاکستان کې د کلنۍ محاسبې له مخې د قیمتۍ کچه ۲۸ اعشاریه ۹ سلنه ثبت شوې ده. د پاکستان د محاسبې مرکزي ادارې په وینا په وروستيوو څو ورځو کې نرخونو ته په کتو د تېر کال جولای میاشتې خوراکي توکو له نرخو سره خورا ډېر توپیر ریکارډ شوی. د دغې ادارې د رپوټ له مخې، په کلني ډول د اوړو په قیمت کې ۱۲۹ سلنه او د چایو په نرخ کې ۱۰۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی. په همدې ډول د وريجو نرخ ۷۰ سلنه، د بورې ۵۸ سلنه او د چرګو د غوښې نرخ ۵۶ سلنه زیات شوی دی. پاکستان کې بیا د دالو په نرخ کې ډېر توپیر نه احساسېږي، بلکې د تېر کال پرتله د مسور دال لا ۷ سلنه ارزانه شوی هم دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *