افغانستان

د سالنګونو لویې لارې د بیارغاونې پروژه پرانیستل شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارو پروژه پرون  پرانیستل شوه.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارو پروژه پرون  پرانیستل شوه.

په یادو مراسمو کې د ټولګټو چارو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د پروان او بغلان ولایتي مسؤلینو او د خصوصي سکټور استازیو حضور درلود،  ده وویل، له قوش‌تېپې ملي کانال وروسته دا دوهمه لویه ملي او اقتصادي پروژه ده چې په بشپړېدو سره به یې د هېواد له شمال څخه جنوب ته د تګ راتګ او سوداګرۍ په برخه کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي. د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان سره د دې ملي پروژې بشپړولو ته چمتو دی او په دغه برخه کې قراردادي شرکتونو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي. د سالنګونو د بیارغونې پروژه په شمالي او جنوبي سالنګونو کې د افغانستان اسلامي امارت په ملاتړ د خصوصي سکټور له لوري د ۸۰ کیلومتره په اوږدوالي سره د دوه کلونو په موده کې بشپړېږي، چې زرګونو کسانو ته پکې کاري فرصتونه رامنځته کیږي.  د سالنګونو لویې لارې په واسطه د هېواد پر ۹ شمالي ولایتونو سربېره څلور لوی سوداګریز بندرونه له مرکز کابل سره وصلیږي. په دغه لویه لار په ورځني ډول زرګونه مسافر وړونکي او بار وړونکي موټرونه تګ راتګ کوي.

پر دغه لاره تلونکي مسافر او موټروانان خوښ دي چې په بیارغېدو سره به یې شته ستونزې حل شي.  همدارنګه په غونډه کې د خصوصي سکټور استازیو وویل، چې په هېواد کې د لویو لارو او په ځانګړي ډول د سالنګونو په بیارغېدو سره به د افغانستان سوداګري او د افغانستان له لارې له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د ترانزیټ په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي. په پای کې  ملا صاحب له قراردادي شرکتونو څخه وغوښتل چې څومره ژر ممکنه وي دغه پروژه په ښه کیفیت، په پوره صداقت او امانت‌دارۍ سره بشپړه کړي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *