په اسپانیا کې د ۲۰۰ کډوالو لېږدوونکې بېړۍ ورکه شوې
د اسپانیا سمندري مرستندویانو له څو ورځو راهیسې د ورکې شوې بېړۍ لټون کوي
د اسپانیا سمندري مرستندویانو له څو ورځو راهیسې د ورکې شوې بېړۍ لټون کوي
اسپانیا کې مرستندویان وايي د دغه هېواد کناري ټاپو ګانو ته څېرمه اوبو کې د دې ورکې شوې بېړۍ په لټون بوخت دي، چې تر ۲۰۰ ډېر کډوال یې لېږدول.
د دې بېړۍ په اړه وېیل شوي چې پر تری تم کېدو یې له یوې اوونۍ ډېر وخت اوړي.
د واکېنګ بورډرز په نوم مرستندویه ډلې وېیلي، د کب نیوونکې دې بېړۍ د سنیګال سویل کې له کافونټاین ساحلي ښاره حرکت کړی و.
د اسپانیا د افې خبري اژانس د رپوټ له مخې د دې بېړۍ په مسافرو کې ګڼ شمېر ماشومان هم دي.
رپوټونو کې وېیل شوي چې دوې نورې ورته بېړۍ هم چې لسګونه کسان پکې سپاره دي، بې درکه شوې دي.
د اسپانیا سمندري مرستندویانو افې خبري اژانس ته وېیلي چې د لټون دغو عملیاتو کې چورلکې هم مرسته کوي.
د دوو نورو بې درکه بېړیو په اړه ډېر جزییات نه دي خپاره شوي.
خو رویټرز خبري اژانس د واکېنګ بورډرز ډلې د یوې غړې ‘هلېنا مالېنو’ په حواله لیکلي چې له دوی په یوه بېړۍ کې ۶۰ او په بله کې ۶۵ کسان سپاره دي.
په دې توګه د دغو درېيوو واړو ورکو شویو بېړیو د مسافرو ټول شمېر پر ۳۰۰ کسانو اوړي.
د مدیترانې سمندر کې د کډوالو د مړینې یوه ډېره مرګونې پېښه څو اوونۍ وړاندې هغه مهال رامنځته شوه چې د یونان سواحلو ته نږدې یې لېږدونکې بېړۍ ډوبه شوه.
د رپوټونو له مخې په هغې بېړۍ کې سلګونه کسان سپاره وو.
له دوی د ۷۸ کډوالو مړي موندل شوي، خو له ۵۰۰ ډېر نور یې لا هم تری تم دي.
دغه بېړۍ له لوېدیزې افریقا د اروپا په تکل خوځېدلې وه.
ناقانونه کډوال پر دې مرګونې لار ډېر وخت د کب نیوونې په کوچنیو بېړیو کې انتقالېږي.
دغه بېړۍ ډېرې خوندي نه وي او له سمندري څپو سره یې د اوښتلو امکان ډېر دی، خو قاچاقچیان بیا هم پکې تر ټاکلې اندازې څو برابره ډېر کسان پورته کوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي تېر کال نږدې ۵۶۰ کسان د اسپانیا ټاپوګانو ته د رسېدو د هڅو په لړ کې مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د دې خونړۍ لارې د قربانیانو شمېر ۱۱۲۶ کسانو ته رسېده.
د ملګرو ملتونو دې ادارې د اسپانیا د کورنیو چارو وزارت په حواله لیکلي چې په ۲۰۲۲ کال کې له ۱۵ زره ۵۰۰ ډېر کسان کناري ټاپوګانو ته رسېدلې دي.