سیاسی

د کوکنارو د بیا ځلې کرکیلې لپاره د مغرضو کړیو تبلیغات دڅه لپاره؟

دا یوڅرګند حقیقت دی چې داسلامي امارت منسوبینودکوکناروکرکیلې ته د صفرترکچې تقرب ورکړځکه دغه ناولی بوټی دانسان قاتل اودنیشوپه فضا کې ستردښمن دی خوداچې اوس دیوشمیرمغرضوهېواد و درسنیوعلی الخصوص  د بي بي سي رادیو له لارې ددوهم ځل کرکیلې لپاره تبلیغ کېږي یوه حیرانوونکې او مضحکه خبره ده ځکه په دې وروستیو کې دې رادیو د کوکناروله بزګرانوسره مرکې وکړي ګویا داچې ظلم ورسره شوی اود اسلامي امارت لخوا یې د کوکنارو کروندې اړول شوې ، دا مرکې د یادې رادیو له امواجو خپرې شوې آن تردې چې له هغه ماشومانوسره چې پلرونویې کوکنار کرل اوس یې مخنیوی شوی هم مرکې وشوي او دغه ماشومانو ته له مرکې د مخه په خوله ورکړل شوي وه چې یې پلرونه کوکنار ونه کري دوی به له لوږې مړه شي (!) خودغه ماشومان بیا له هغه حقیقت نه ناخبره دي چې د همدې کوکنارو محصولاتو(هروئینو) ددوی دهمنوعانو پلرونه په نیشه توکو روږدي او دوی یې د پلارونوپه نیمه ژوندي وجود کې یتیمان کړل ، خوبي بی سی لاپسې ټمبه ده ددغه ماشومانوغږ ونه په عاطفي ډول خپروي،

حیا ت الله حلیم

پوښتنه دلته ده چې دبي بي سی رادیود هغه ماشومانود حال پوښتنه ولې نه کوي چې د اقلیمي نامساعدو شرایطو له وجې یې په سیمه کې کوکنارنه کرل کېږي او کرنیزه مځکه یې هم کمه ده ، دهغه هزاره سره چې په بهسودینو، بامیانواو یکه لنګ کې اوسېږي د کرکیلې لپاره لویشت مځکه نلري  ، بي بي سي ولې مرکې نه کوي چې دوی د خپلو اولادونوخیټې په څه مړوي ؟ چې د کوکنارو د بزګر زوی له لوږې مري ؟

د اشغال په دوران کې په لارو اوکوڅوکې په نیشه یی توکو روږديو پرتوکسانوسره کوم وخت د بی بی سی رادیومرکه وکړه چې د چا له لاسه دغه حال ته رارسېدلي یاست ؟

د اشغال په دوران کې د نړیوالې ټولنې چیغې پورته وي چې په افغانستان کې امنیت نشته په دغه هېواد کې د نړۍ ۹۰ سلنه کوکنار کرل او له پروسس ، ترافیکواو سوداګرۍ یې په لوړه کچه پیسې د طالبانوجیب ته ورځي اوس چې د کوکنارو کرکیله صفرشوه د مجدد ترویج کوکارې بیا دکوم ضرورت له مخې ؟

مغرضې کړۍ باید وپوهېږې چې ددغه ملک واکمني اوس دداسې چا لاس ته لوېدلې چې د اسلامي احکاموپه رڼا کې د بشرحقوق پېژني اوپه دې پوهېږي چې د کوکنارودناولی بوټی هرډول محصول د بشرد تباهۍ سبب ګرځي ، روغتیا یې له ګواښ سره مخ کوي ، بشرهغه پدیده ده چې الله پاک د مخکې پرمخ د ازمویښت لپاره پیدا کړی ، نه په شرابو ، چرسو، بنګو، هیروئینواو نورو نیشه یی توکو د روږدي کېدو لپاره ، د اسلامي امارت منسوبین پوهېږي چې کوکنارد بشرپه زیان اوانسان نیمخواه کوي ، د اشغال د زمانې هغه پرپاګند چې دتریاکوزیاتره پیسې د طالبانوجیبونوته پیسې ورځي هم غلطه خبره وه ځکه دوی بله تبلیغاتي وسیله نه درلوده چې ځانونه سلامت اوطالبان نړۍ ته ملامت پرې وښیي .

همدغه مغرضو کړیو یا له شف شف نه شفتالو ، انګریزانود اشغال په دوران کې  له ۲۰۰۲ م کال څخه د څوکالو لپاره د کونارو د کرکیلې د ترویج لپاره د [سینلیس] په نوم دیوې بد نامې شورای (موسسې) لخوا هم هلې ځلې کولې چې د کوکناروکرکیلې ته په مختلفو پرمختلیومکانیزمونوپه افغانستان کې وده ورکړي ددغه بدنامې شورای مرکزپه انترکانتینتال هوتل کې و، دوی دناټوپه غړوهېوادونو اود هغوی په تالي څټومنلې وه چې د کوکنارو د ترویج لپاره فعالیت ولري نوله همدې وجې یې د ناټوپه چوکاټ کې د هلمند ولایت هلته چې زیات کوکنارکرل کېدل ، د ځان لپاره ټاکلی و ، که موضوع لیرې ولاړنشو ،انګریزان ملامت نه دي ځکه افغانانو یې په دریو جګړوکې خولې د تورو وینو ورډکې کړې نو دوی اوس غواړي چې د چین اوجاپان د تاریخي جګړې [ چین د جاپان شل زره بکسونه  تریاک د هانګ کانګ په بندرکې ونیول اوسمندر ته وغورځول چې ترمنځ یې جګړه پېښه شوه ] په اقتباس افغانان هم د کوکنارو او نورو نیشه یی توکو په استعمال ضعیف البنیه  بې اردې او کمزوري جوړکړي که اسلامي امارت نه وای راغلی دوی خپلې دې هیلې ته ورنېږدې شوي و ځکه یوازې د پل سوخته ترپله لاندې په نیشه توکود روږديو کسانوشمېره ددوی د مغرضانه هلو ځلو لپاره کافي وه چې اوس د الله په فضل دغه روږدي کسان د اسلامي امارت په پاملرنه تر درملنې لاندې دي اوحاضرحال په هلمند او نوروهغوځایونو کې چې کوکناربه کرل کېدل او له حاصل نه یې انسانان وژل کېدل اوس هلته غنم کرل شوي حلاله روزي په لاس راغلې هغه روزی چې د بشریت نیکه تقاضاده نو موږ د کوکنارو د بیا ځلي کرکیلې له مدعیانو او پلویانو پوښتوچې کومه به انساني خبره وي ؟  د کوکنارو کرکیله که دغنمو ؟

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *