صحت

د قابله ګۍ زده کړو ته د نجونو لېوالتیا زیاته شوې

قابلګي یو له نادرو څانګو څخه ده چې یو زیات شمېر نجونې دې برخې ته ېې مخه کړې.

قابلګي یو له نادرو څانګو څخه ده چې یو زیات شمېر نجونې دې برخې ته ېې مخه کړې.

سکینه هغه مېندواره ښځه ده چې د فراه ولایت په یوې لرې پرتې ولسوالۍ کې ژوند کوي. څومره چې د هغې د ماشوم د زېږون وخت  رانږدې کېږي، نوره هم اندیښمنه کېږې. هغه وايي: «ما تر اوسه پورې د خپلې ټولې مېندوارۍ پرمهال روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه درلود. زموږ په سیمه کې هیڅ روغتیایي کلینیک یا قابله نه شته چې زه ولاړه شم ځان او خپل ماشوم معاینه کړم.»

سکينه زياتوي: »اوس چې زما د ماشوم زېږېدو وخت رانږدی شوی، زه اندېښمنه یم چې زه او زما ماشوم ته به څه پېښ شي نو ځکه خو زه باید د زیږون له پاره ولایتي روغتون ته ولاړه شم چې زموږ څخه څو ساعته لرې دی.»

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې هره میاشت ۲۴ زره ماشومان زیږي، چې ډېری یې مسلکي قابله ګانو ته لاسرسی نه لري. ډیری دا میرمنې د زړو او تجربه لرونکو میرمنو په مرسته په دودیز ډول ماشومان زېږوي.

قابله ګاني، په افغانستان کي د میندوارو مېرمنو لپاره یوه هیله

د ملګروملتونو په حواله په افغانستان کې په هرو ۲ ساعتونو کي یوه ښځه د ميندوارۍ او يا زيږون پر مهال مري. ټاکل سوې چي د قابله ګانو یوه ازمويښتي پروژه د ميندوارو لپاره د هیلو يوه نښه واوسي.

په زېږنتون کې کار

د بامیان ولایت په مرکزې روغتون کې یو شمېر قابله ګانې د مسلکي کسانو تر څار لاندې د زده کړو په حال کې لیدل کېږي، چي د زېږون پر مهال له ښځو سره مرسته وکړي او د ماشوم له زېږېدولو وروسته مور او ماشوم ته پاملرنه وکړي. دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمیشنرۍ «یو این ایچ سي ار» لخوا د سیمه ییزو مرستو بنسټ «د وطن د ټولنیزو او فني خدمتونو ټولنې» سره په همکارۍ پر مخ بېول کیږي.

د زېږون درد

اوسمهال ۴۰ ځوانې نجونې د بامیان په مرکزي روغتون کې په دې ازمویښتي پروګرام کې بوختې دي. ټاکل سوې، چې په راتلونکي کې په کلیو او بانډو کې د میندوارو مېرمنو سمه پاملرنه وکړي.

ښځې د ښځو لپاره

ګډونوالې په ډېره لېوالتیا خپل درسونه تقعیبوي. د قابله ګانو د زده کړي د دغه پروګرام یوې ۲۳ کلنې ګډونوالي وویل: «غواړم زده کړه وکړم او له نورو انسانانو سره په کلیو کې مرسته وکړم.» مرسته ډېره اړینه ده. په افغانستان کي نژدې شپږ سلنه نوي زېږېدلي ماشومان له پېدایښت وروسته په پنځه کلنۍ کې مري.

د ویني فشار کتل او مهارول

د دوی له ورځنیو کارونو څخه يو دا دی چي د میندوارو ښځو د ویني فشار چک او مهار کړي. یو شمېر له دې قابله ګانو څخه خپله مېندې دي او د مېندوارۍ په حالت خبرې دي. د دې پروژې یوې ګډونوالي داسې وضاحت ورکړ: «اول مې نه غوښته، چې نرسه یا قابله سم.» خو د مینداورۍ تجربو يې نظر ور بدل کړ.

د محدوديتونو مراعتول

ټول شیان باید په پام کې ونیول سي، یوه شل کلنه نرس قابله د کاري وخت له پیل څخه ترمخه د هندارې په وړاندي پوړنی او ماسک منظموي. هغه په دې لار کې زیاتې ستونزې ګالي، هغه دوه ساعته لار پلی تګ کوي، چې روغتون ته ځان ورسوي.

ژور لید او ناسمه پاملرنه

د دې روزنیزي دورې له پای ته رسولو وروسته دغه قابله ګانې باید په لیرې پرتو سیمو کې له ښځو سره د زېږون پرمهال مرسته وکړي، ځکه چې په هغو سیمو کې خلک روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی نه لري. د نړيوال روغتیايي سازمان د معلوماتو پر بنسټ افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې د مور او ماشوم د مړیني ګراف پکښې لوړ دی. په سلو کې درې مېرمنې د مېندوارۍ یا د زېږون پرمهال خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د اولاد په غم کې د مور اوښکې

۳۵ کلنه عزیزه رحیمي هغه ښځه ده چې روغتیايي مرستو ته يې د لاسرسي نه لرلو له امله خپل زوی له لاسه ورکړی. دا وايي: «ما دوه ساعته وینه ضايع کړه او مېړه مې ونه توانید، چې روغتون ته زما د وړلو لپاره موټر پیدا کړي.» عزیزې په کور کې کوچنی وزیږوی خو لږ وروسته يې زېږېدلي ماشوم مړ سو. دا زیاتوي: «ما نهه میاشتې خپل اولاد په نس وګرځوی او اخر مې له لاسه ورکړ، دا ډېره دردناکه ده.»

د ښځو نه پوهاوی

په فراه ولایت کې ۲۴ کلنه ملالۍ وايي: «څو کاله وړاندې مې لومړنۍ ماشوم د زیږون پر مهال له لاسه ورکړ، ځکه زموږ په سیمه کې کلینیکونه او روغتیايي خدمات نه وو. د زیږون پر مهال هیڅ قابلې شتون نه درلود. ما باید خپل ماشوم په کور کې زیږولی وی نو هغه وو چې د زیږون پرمهال زه د وینې له سخت کمښت سره مخ شوم چې له امله مې خپل ماشوم له لاسه ورکړ.»

له څو کلونو راهیسې نړیوالې مرستندویه موسسې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د میندو او ماشومانو د روغتیایي خدماتو د لمن پراخولو له پاره کار کوي. دغه موسسې په هغو پيسو چې له نړيوالو مرستو ېې ترلاسه کوي په دغو سيمو کې روغتيايي مرکزونه جوړوي.

په افغانستان کې د مېندواره میرمنو له پاره روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ډیر ستونزمن شوی دی.

له دغو کلینیکونو څخه یو یې په هغه کلي کې جوړ شوی دی چې ملالۍ په کې اوسیږي. هغه وايي: «زموږ په سيمه کې يو روغتيايي کلينيک جوړ شوى او درې تجربه لرونکي او روزل شوې قابلې په کې کار کوي. اوس زه ډیره خوشحاله یم او زه د خپل دوهم ماشوم د زیږون څخه ویره نه لرم.«

افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د میندو او ماشومانو د مړینې کچه په کې لوړه ده. د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په افغانستان کې هره ورځ په اوسط ډول ۱۶۷ ماشومان د داسې نارغیو له امله مري چې مخنیوی یې کیدی شي. د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د هرو ۱۰۰ زرو زیږونونو پر مهال ۶۳۸ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ولې له قابله ګۍ سره علاقه مخ په زیاتیدو ده؟

فرشته چې نه غواړي اصلي هویت ېې په ډاګه شې، خوښه ده چې په دې برخه کې خپلو زده کړې ته دوام ورکړي: «ما د قابله ګۍ په برخه کې ځکه علاقه درلوده چې دا د طب یوه برخه ده او غوښتل مې چې په دې برخه کې له مېندواره میرمنو او ښځو سره مرسته وکړم.

فریشته زیاتوي: اسلامی امارت نجونو ته اجازه ورکړه چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او د روغتیا او قابله ګۍ په برخه کې کار وکړي. اوس زه په دې برخه کې زده کړو ته زیاته علاقه لرم او خوښه یم چې کار کولای شم او د اسلامی امارت له خوا هیڅ خنډ نه شته.»

د ملګرو ملتونو د نفوسو د صندوق د شمېرو له مخې، د افغانستان په لرو پرتو سیمو کې ۹،۲۸ میلیونه ښځې حفاظتي او روغتیایی خدماتو ته اړتیا لري. په دې مانا چې په دې برخه کې ډاکټرانو، قابله ګانو او روغتیايي کار کوونکو ته ډېره اړتیا ده.

فرشته وايي، د اسلامی امارت له راتګ وروسته د قابله ګۍ په برخه کې د نجونو شمېر ډېر شوی دی: «پخوا د قابله ګۍ په انستیتوت کې چې ما زده کړې کولې د نجونو شمېر کم وو، خو اوس ډېری نجونې په دې برخه کې د زده کړو له پاره نوم لیکنه کوي او د دغو زده کوونکو شمېر ډېر شوی دی. په دې برخه کې لېوالتیا زیاته شوې ده.«

د افغانستان د پخواني حکومت د شمېرو له مخې په ۲۰۲۰ کال کې په ټول افغانستان کې شاوخوا ۳۷ زره قابلې ثبت شوې وې. البته، ټول په کار بوختې نه وې او ۷۰۰۰ یې په دولتي روغتونونو او روغتیايي مرکزونو کې او شاوخوا ۵۰۰۰ یې په خصوصي سکتور کې کار کاوه.

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت وایي، چې په تېر یو نیم کال کې یې د شاوخوا شپږ نیم سوه نویو کار کوونکو د ګمارلو پروسه پلي کړې، چې ۵۰ سلنه یې ښځې دي.

که څه هم د قابله ګۍ په برخه کې زده کړو ته لیوالتیا زیاته شوې او د قابلو شمېر زیات شوې خواوس هم په افغانستان کې د ښځو له پاره د روغتیایي خدماتو په برخه کې ډیر کمښت شته.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *