افغانستان

د تورخم بندر له لارې افغانانو ته د راتګ اجازه ورکړل شوه

د تورخم بندر مسئولین وايي، چې هغه افغانانو ته په پېژندپاڼو افغان لوري ته د راتګ اجازه ورکړل شوه، چې له کوچني اختر را وروسته بند پاتې دي.

د تورخم بندر مسئولین وايي، چې هغه افغانانو ته په پېژندپاڼو افغان لوري ته د راتګ اجازه ورکړل شوه، چې له کوچني اختر را وروسته بند پاتې دي.

د دغه بندر کمیسار عصمت الله یعقوب باختر آژانس سره د خبرو پر مهال وویل، چې دوی د تورخم بندر اړوند د پاکستاني لوري له مسئولینو سره د خبرو اترو او زیاتو هلو ځلو وروسته په دې وتوانېدل تر څو پاکستاني لوري قانع او هغه افغانان چې پاسپورټ نه لري په پېژندپاڼه تر اختر ورځې کولای شي هېواد ته راشي.

باید وویل شي، چې ورته اقدام په تېر کوچني اختر کې هم د تورخم مسئولینو له لوري تر سره شوی و.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *