د هند فضایي اداره:چندریان درې سپوږمکۍ سره اړیکه پرې شوې
د هند فضایي ادارې ویلي، چې له چندریان درې سپوږمکۍ سره یې اړیکه وروسته ترهغې پرې شوې، چې د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې، چېرته چې تېره میاشت دغې سپوږمکۍ په بریالیتوب سره ناسته وکړه، قمري شپه راغله او د دغې سپوږمکۍ د وکرام او د هغه د لېږدونکي وسیلې چارج پای ته رسېدلی او مړه شوې ده.

د دغې ادارې مسوولینو ویلي، چې دوی تمه درلوده تر قمري شپې وروسته به د سپوږمکۍ وکرام او لېږدونکې اله بیرته چارج شي او خپل ماموریت ته به دوام ورکړي، خو داسې وه نه شول او له مرکزي سټېشن سره یې اړیکه پرې شوې.
د هند فضایي ادارې په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دوی هڅه کوي له استول شوې سپوږمکۍ سره بېرته اړیکه ټینګه کړي.
د سپوږمکۍ د جوړښت له انځورونو ښکاري، چې دغه سیستم د سولري برېښنا په واسطه چارجیږي.
د یادونې وړ ده، چې د هند دغې سپوږمکۍ د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې له تېرو څه باندې دوه اوونیو څخه ځانګړی ماموریت ترسره کړ، چې په پایله کې یې هلته د سلفرو او ځینو نورو کیمیایوي عناصرو شتون ثابت کړ. د هند دغه ماموریت په سپوږمۍ کې د اوبو د نښو نښانو د موندلو لومړنۍ هڅې بلل کیږي.
هند تر چین، پخواني شوروي اتحاد او امریکا متحده ایالاتو وروسته څلورم هېواد شو، چې سپوږمۍ ته یې بریالی ماموریت ترسره کړ.