جهان

د امریکا او چین ترمنځ کړکېچ

د امریکا ولسمشر جو بایډن کلیفورنیا ایالت کې ټاکنیز کمپاین د مالي تمویل په غونډه کې د چین ولسمشر شي جېنپېنګ ته د دیکتاتور خطاب کړی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن کلیفورنیا ایالت کې ټاکنیز کمپاین د مالي تمویل په غونډه کې د چین ولسمشر شي جېنپېنګ ته د دیکتاتور خطاب کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیوو چارو وزیر تر دې یوازې یوه ورځ مخکې بېجېنګ کې له ښاغلي شي سره کتلي وو. بایډن دې غونډې ته دا هم وېیلي چې ګواکې ښاغلی شي د امریکا فضا کې د چین د جاسوسي بالون د راغورځول کېدو پر سر د راپورته شوي کړکېچ له کبله شرمنده دی. چین سره د اړیکو او چلن څرنګوالی د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو یوه مهمه موضوع ګڼل کېږي. د امریکا یو شمېر جمهوريپال سناتوران له دې کبله د ښاغلي بایډن پر ادارې نیوکې کوي، چې ګوندې د بېجېنګ پر وړاندې ډېر نرمښت ښيي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *