اجتماعی

اړمنوخلکو سره د مرستو ترڅنګ دوئ ته باید کاري زمینې هم برابرې شي

په دې وروستیو کې په هېواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله ویل شوي چې د افغانستان سرې میاشتی عمومي رئیس ارزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې داسې ویلي، چې غواړي خلکو ته پرمرستو سربیره دکاري فرصتونو زمینه برابره کړي، د نوموړي په وینا، له بیلابیلو مرسته کوونکو څخه یې غوښتنه کړې چې اړمنو کسانوته د مرستو پرځاي هغوئ ته د کار زمینه برابره کړي ځکه زمونږ خلکو ته یوازې په مرسته څه نه کیږي.

شاه محمود درویش

په دې وروستیو کې په هېواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله ویل شوي چې د افغانستان سرې میاشتی عمومي رئیس ارزګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې داسې ویلي، چې غواړي خلکو ته پرمرستو سربیره دکاري فرصتونو زمینه برابره کړي، د نوموړي په وینا، له بیلابیلو مرسته کوونکو څخه یې غوښتنه کړې چې اړمنو کسانوته د مرستو پرځاي هغوئ ته د کار زمینه برابره کړي ځکه زمونږ خلکو ته یوازې په مرسته څه نه کیږي، راځئ چې زمونږ خلک ډیر کاریګر دي خلکو ته باید د کار زمینه برابره شي، یا ورته باغچې جوړ کړو او یا ورته په نورو برخو کې د کار زمینه برابره کړو، نوموړی داهم ویلي چې دا مهال په افغانستان کې په میلیونونه اقتصاد ځپلي خلکو ته په یوازې سر ځان رسول ناشوني دي او باید په دې برخه کې ورسره نړیوال او خلک همکاري وکړي،  دغه راز نوموړي داهم ویلي چې د دوئ لومړنۍ هڅه اړمنو خلکو ته د بشري مرستو رسول دي او ترڅنګ یې غواړي چې په ټول هیواد کې خلکو ته د کار زمنیه برابره کړي.

له شک پرته چې هیوادوالوته د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کې د کاري فرصتونو او زمینې برابرول یو لومړیتوب دی، ځکه همدا اوس زمونږ ګڼ شمیر هیوادوال د ځوانانو په شمول بیکاره او بې روزګاره دی او ورځینې ژوند یې هم له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دی، چې په دې برخه د اسلامی امارت د اړوندو ارګانونواو د سرې میاشتې ریاست ترڅنګ نورو داخلي او بهرنیو خیره بنسټونو او مرستندویه هیوادونو ته ښایې چې د اړمنو افغانانو د لاسنیوي په موخه له دوئ سره د بشري مرستو ترڅنګ په ټوله کې بیکاره او بې روزګاره هیوادوالو ته د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د کار زمینې برابرې کړي، ځکه مرسته خو لنډ مهاله وي او د کاري زمینې برابریدل بیا په منځ مهال او اوږدمهال کې د دوئ د ستونزو په حل او کمښت کې مثبت اغیز لرلی شي.

د یادونې وړ ده چې په ټوله د افغاني سرې میاشتې ټولنې، د انسان پالنې او خواخوږۍ د مفکورې په لرلو تل د جنګ او جګړې د معیوبینو او غریبو ناروغانو خدمت ته وردانګلي او په زیاترو اړمنو او بیوزلو کورنیو باندې یې خپلي بشرپاله مرستې ویشلي دي ، دغه خیریه ټولنې په دې وروستیو څو کلونو کې دشته ناڅیزه امکاناتو  په لرلو سره بیا هم توانیدلې چې د هیواد په یو شمیر سیمو کې چې د کال په مختلفو موسمونو کې هیوادوالو ته د سیلابونو د راوتلوله امله زیان ور اوښتی، کورونه یې ړنګ شوي، د امنیتي ستونزو له کبله له کوره بې کوره شوي اویاهم ډول ډول مصیبتونو ځپلي، بیړنیومرستو او لاس نیوي ته اړ شویدي نو په مناسبو وختونو کې د سرې میاشتې ټولنې له خوا له دوئ سره هم لازمې مرستې شویدي، همداشان دغه خیریه ټولنې دهیواد بیوزلو او اړمنوهیوادوالو سره د مرستې ترڅنګ په دې هم توانیدلې، هغه شمیر ماشومان چې د زړه سوري په ناروغۍ اخته دي او د دوئ درمنله په هیواد کې دننه شونې نه ده ، د همدغې ټولنې د هلو ځلو له کبله دیو منظم مهال ویش پراساس په ګروپي ډول د پام وړ شمیر د بیوزلو کورنیو ماشومان د درملنې په موخه له هیواد څخه بهر لکه : آلمان … او ځینو نورو هیوادونو ته لیږل شوي او د لازمې درملنې څخه وروسته بیرته هیواد ته را ستانه شویدي او دا لړۍ لاهم دوام لري .

بناً په ټوله کې د اسلامي امارت ترڅنګ اړینه ده چې د هیواد ملي پانګه وال ، ملي سوداګر او نور له مالي پلوه شتمن او توان لرونکي هیوادوال باید هڅه وکړي چې د خواخوږۍ او بشرپالنې دنیک احساس او انسان پالنې د غوره مفکورې له مخې د سرې میاشتې ټولنې سره بسپنه او لازمه مرسته وکړي ترڅو دغه ټولنه لاهم په خپلو پښو ودریږي، مالي بنسټ یې پیاوړی او یوه اندازه امکانات دوئ ته په لاس ورشي ترهغه چې د کال په مختلفو موسمونو کې چې زمونږ کوم شمیر هیوادوال له ډول ډول مصیبتونو او ستونزو سره مخامخ کیږي او بیړنیومرستو ته اړتیا پیداکوي، په مناسبو وختونو کې له دوئ سره لازمې لومړنۍ مرستې وشي ترڅو زمونږ دغه مصیبت ځپلي او بیوزله هیوادوال له شته ستونزو څخه وژغورل شي ، نوبې له شکه چې زمونږ ددغه ملي پانګه والو ، ملي سوداګرو او نورو شتمنو او له مالي پلوه توان لرونکو هیوادوالو دغه بشرپاله انساني مرستې چې د سرې میاشتې د ټولنې له طریقه یې د هیواد بیوزلو خلکو او اړمنو کورنیو سره یې کوي پاک الله (ج) به سره له دې چې ددوئ په مال کې خیر او برکت واچوي ، دوئ ته به عظیم اجر اوثوابونه هم ور په برخه کړي.

هیره دې نه وي چې اړمنو هیوادوالو سره د بشري مرستو په برخه کې د اسلامی امارت د اړوندو ارګانونو او د سرې میاشتې ریاست ترڅنګ نورو ټولو کورنیو او بهرنیو خیریه بنسټونو او مرستندویه بشرپاله هیوادونو هم ته ښایې چې د اړمنو او بیوزلو افغانانو د لاسنیوي په موخه له دوئ سره د بشري مرستو ترڅنګ په ټوله کې  بیکاره او بې روزګاره هیوادوالو ته د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د کارې زمینو په  برابرولو کې خپل بې دریغه همکاري و نه سپموي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *