کونړ، د ماڼوګي ولسوالۍ برېښنا بند د پاتې چارو د بشپړولو پرېکړه وشوه
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه.
په غونډه کې تر هراړخیز بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ د برېښنا بند د پاتې چارو د بشپړولو لپاره به مالیې وزارت د قراردادي شرکت پاتې انوایس ورکوي او قراردادي شرکت مکلف دی، چې د یاد انوایس له اخیستلو سره سم د خپلو مقروضینو پيسې هم ورکړي.
دغه بند د ۲.۱ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، چې ۴زره کورنیو ته به د اړتیا وړ برېښنا برابره کړي.
د اقتصادي کمېسیون له لوري د صنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ؛ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، د کور او ښار جوړولو او اقتصاد وزارتونو څخه ګډې جوړې شوې کمېټې ته ډنده وسپارل شوه، چې د بوستان سبزکرنیز او مالدارۍ شرکت د بېرته فعالولو او حقوقي حیثیت معلومولو په اړه د دغه شرکت له ونډه والو سره ناستې وکړي او که چېرې ونډه وال نشي حاضرېدی، د هغوی له قانوني صلاحیت لرونکو استازو سره دې ناستې ترسره او د بېرته فعالولو لپاره دې جدي هڅې وشي.
د یادونې وړ ده، چې د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ برښنا بند کارونه ۹۷.۷ سلنه ترسره شوي او پاتې کارونه به یې هم په نږدې راتلونکي کې بشپړ شي.