گزارش

په پاکستاني څارویو کې د ناروغیو د رالېږد وېره

د پکتیا یو شمېر مالداران وايي، له پاکستان هېواد څخه واردېدونکي څاروي پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي چې له کبله یې د دوی روغ څاروي هم پر ناروغیو د اخته کیدو له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د پکتیا یو شمېر مالداران وايي، له پاکستان هېواد څخه واردېدونکي څاروي پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي چې له کبله یې د دوی روغ څاروي هم پر ناروغیو د اخته کیدو له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

د دوی په خبره، کوم څاروي چې له پاکستان او نورو هېوادونو په غیرقانوني توګه هېواد ته واردېږي، پر تبک، پوستکي ‌دانو او نورو بېلابېلو ناروغیو اخته وي او په غیرقانوني توګه د واردېدونکو څارویو د مخنیوي غوښتنه کوي.

د مرکز ګردېز یو تن مالدار عبدالرحیم وايي، له پاکستان هېواد د واردېدونکو څارویو له کبله یې څاروي له خطر سره مخامخ دي او له حکومت پر دغو څارویو د بندیز غوښتنه کوي:

«له پاکستان نه چې مالونه راځي په دې مال کې مرض شته د افغانستان مال ته ترې زیات خطر محسوسېږي، د زراعت له رییس مو دا غوښتنه ده چې مخکې له وخته دې مالونو ته واکسین ورکړي، چې له مرضه وساتل شي دا مالونه.»

د پکتیا ځینې مالداران بیا وايي، د څارویو د پوستکې ناروغي بیا خپره شوې او په وینا یې، په پکتیا کې د څارویو بېلابېلې ناروغۍ موجودې دي. دوی له حکومت څخه د ناروغیو د مخنیوي په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

د پکتیا یو بل مالدار ګل‌رحمان وايي، په پکتیا کې د پوستکي د دانو مرض، تبک او دې ته ورنه نورې ډېرې ناروغۍ په څارویو کې شته، خو تراوسه حکومت ورسره هېڅ راز مرسته نه ده کړې:

«دلته پکتیا کې ډېر مرضونه دي، یو د دانو مرض دی، یو د تبې مرض دی. موږ سره نه کمک شوی دی او نه دوايي راغلې ده، باید دوایي موږ ته راکول شي، دلته ډېر مالونه دي هر رقم مرض شته خو دا دوه یې ډېر مهم مرضونه دي.»

بل پلو د پکتیا د زراعت ریاست د مالدارۍ د څارنې او روغتیایي خدمتونو امر سید شیراغا افضلي وایي، له پاکستان څخه را واردېدونکي ټول څاروي واکسین او ناروغ څاروي قرنطین کېږي او زیاتوي چې د بېلابېلو ناروغیو پر وړاندې یې د شاوخوا ۱۰۰ زره څارویو د واکسین لړۍ پیل کړې ده: «کوم حیوانات چې د پاکستان له‌ خوا راوړل کېږي هغو ته موږ په قرنطین کې ډاکټران لرو او کوم حیوانات چې په ناروغي اخته وي هغه موږ قرنطین کوو، هغه نه پرېږدو چې داخل شي او واکسینېشن تطبیقوو، کومه ساحه کې چې ناروغي لیدل کېږي، هلته شاوخوا ټول واکسین کیږي، ترڅو چې ناروغي له ساحې ورکه شي.»

تېر کال د څارویو د پوستکي یو ډول ناروغۍ د دغو سیمو ګڼ څاروي له منځه یووړل او اوس هم خلک اندېښمن دي چې که د څارویو د ورته ناروغیو په وخت غم ونه خوړل شي، ممکن یو ځل بیا یاده ناروغي خپره او د ګڼو څارویو ژوند واخلي.

دا انديښنې په داسې حال کې دي چې لوی اختر هم رانېږدې شوی او خلک وېرېږي چې که دې برخې ته پام ونه شي، ممکن د څارویو له کبله ځینې ناروغۍ انسانانو ته هم انتقال شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *