
لاهم 6 زره افغانان په ایران کې بندیان دي
په ایران کې د افغانستان سفارت د دغه هېواد له زندانونو د سل افغان بندیانو د ازادېدو خبر ورکړی.
په ایران کې د افغانستان سفارت د دغه هېواد له زندانونو د سل افغان بندیانو د ازادېدو خبر ورکړی.
په تهران کې د افغانستان سفارت شارژدافیر فضل محمد حقاني ویلي چې دا بندیان تېره ورځ په نیمروز کې د اسلامي امارت چارواکو ته سپارل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل هم وایي، د اسلامي امارت او د ایران دولت ترمنځ د شوي توافق له مخې د بندیانو د انتقال پروسه یو ځل بیا پیل شوه او سل تنه په بند محکوم افغان بندیان د نیمروز ولایت د ابریشم بندر له لارې اسلامي امارت ته وسپارل شول.
«د اسلامی امارت او د ایران دولت ترمنځ د توافق له مخې د بندیانو د انتقال پروسه یو ځل بیا پیل شوه او سل تنه په بند محکوم افغان بندیان د نیمروز ولایت د ابریشم بندر له لارې اسلامي امارت ته وسپارل شول.»
بلخوا، د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني هم کلید راډیو ته وویل چې د دغو افغانانو دوسیې به په افغانستان کې وڅېړل شي.
«له دغو بندیانو پرته اوس هم په ایران کې شاوخوا شپږ زره نوربندیان لرو چې په مختلفو جرمونو نیول شوي. د هغوي خوشې کولو په اړه هم هلې ځلې جریان لري او ډېر ژر به یې برخلیک معلومه شي.»
د سیاسي چارو شنونکي هم د یاد وزارت او کمېټې دغه اقدام ستایي او زیاتوي چې دغه چاره کولی شي د دواړو هېوادونو تر منځ اړېکې لا پیاوړي کړي.
د سیاسي چارو شنونکی سیداکبر سیال یاد اقدام نېک بولي او وايي:
«که له ډیپلوماټیکو لارو چارو نور هغه مسایل هم چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ رامنځته شوي حل شي، دا به د دواړو هېوادونو په ګټه وي.»
ایران تر دې وړاندې هم سلګونه افغان بندیان اسلامي امارت ته سپارلي دي.
بل لورته په دې وروستیو کې په پاکستان کې یو وار بیا د افغان بندیانو نیول زیات شوي