افغانستان

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د ایران د ټکنالوژۍ او تخنیک له نندارتون څخه لیدنه وکړه

په دغه نندارتون کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې د ایران د ولسمشر مرستیال روح الله دهقاني فيروز آبادي او له دواړو لورو یوشمېر نورو مسئولینو هم ګډون کړی و.

په دغه نندارتون کې د ریاست‌الوزراء پر اقتصادي مرستیال سربېره د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې د ایران د ولسمشر مرستیال روح الله دهقاني فيروز آبادي او له دواړو لورو یوشمېر نورو مسئولینو هم ګډون کړی و. ملا برادراخوند دغه نندارتون ته د خپلو خبرو پر مهال وویل، ایران د افغانستان یو ښه ګاونډی پاتې شوی او د تاریخ په اوږدو کې یې په بېلابېلو برخو کې له افغانانو سره همکاري  کړې ده. د ملابرادراخوند په خبره، ایران د نورو برخو ترڅنګ په سختو شرایطو کې د ټکنالوژۍ په برخه کې ډېر پرمختګ کړی او موږ له ایران اسلامي جمهوریت څخه غواړو چې د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې افغان محصلینو او زده کوونکو ته د زده کړو فرصتونه برابر کړي، څو مو په دغه برخه کې شته ستونزې حل شي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په خبره، افغانستان په کور دننه د تخنیکي زده کړو ښه ظرفیت او امکانات درلودل، چې له بده مرغه څلوېښت کلنې جګړې پر نورو برخو سربېره له افغانانو دا فرصت هم واخیست، اوسمهال په افغانستان کې د زده کړو ښه زمینه برابره شوې او د اسلامي امارت مسوولین هڅه کوي چې افغان ځوانانو ته د نورو برخو ترڅنګ د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې هم د زده کړو او پرمختګ زمینه برابره کړي.

له دغه نندارتون څخه د لیدنې پر مهال د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې د ایران د ولسمشر مرستیال روح الله دهقاني فيروز آبادي د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا برادر اخوند ته ډاډ ورکړ، چې ایران له افغانستان سره د ټکنالوژۍ او تخنیک په برخه کې پوره همکارۍ ته چمتو دی.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *