صحت

د روغتیا ساتنې په اړوند ځینې ګټورې سپارښتنې 

دا يو روښانه او څرګند حقيقت دى چی په نړۍ كه د هر انسان له پاره له هر څه غوره شتمني روغتيا او سلامتيا ده، نوبې له شکه چې هرانسان د روغتیا اوسلامتیا په درلودلو سره كولى شي خپلې ورځنۍ چاری په ښه توګه پرمخ بوزي  او په دی ډول دځان،خپلې كورنۍ او په ټوليزه توګه هیواد او هیوادوالوته د غوره خدمتونو مصدر وګرځي،نو ځكه هر انسان ته ښايي چې دخپلې روغتيا په ساتنه كی ډیر هوښيار، ځيرك او هڅاند واوسېږي، خو دلته ديوی څیړنې پايلی ښودلې چی دورځې د يوې كيلې خوړل د ستر ګو د روغتيا ساتنی سبب كیږي، بناءً ددې مطلب لوستل د قدرمنو هیوادوالو دګټورو معلوماتو په بډاينه كې بې ارزښته نه دی.

شاه محمود درویش

دا يو روښانه او څرګند حقيقت دى چی په نړۍ كه د هر انسان له پاره له هر څه غوره شتمني روغتيا او سلامتيا ده، نوبې له شکه چې هرانسان د روغتیا اوسلامتیا په درلودلو سره كولى شي خپلې ورځنۍ چاری په ښه توګه پرمخ بوزي  او په دی ډول دځان،خپلې كورنۍ او په ټوليزه توګه هیواد او هیوادوالوته د غوره خدمتونو مصدر وګرځي،نو ځكه هر انسان ته ښايي چې دخپلې روغتيا په ساتنه كی ډیر هوښيار، ځيرك او هڅاند واوسېږي، خو دلته ديوی څیړنې پايلی ښودلې چی دورځې د يوې كيلې خوړل د ستر ګو د روغتيا ساتنی سبب كیږي، بناءً ددې مطلب لوستل د قدرمنو هیوادوالو دګټورو معلوماتو په بډاينه كې بې ارزښته نه دی.

په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله  ديوی څیړنی پايلی ښيي چی كيله پر نورو بی شمیره ګټو سربېره دسترګو دليد له پاره هم يوه ګټوره میوه ده، كيله دسترګو روغتيا ښه كوي او دعمر له زياتوالي سره سره دسترګو دليد دكموالي خطر هم كموي. داستراليا په (كوينز پوهنتون) كې په ترسره شوی څیړنه كې ويل شوي چې په كيله كې کاروټين(CAROTENE) مواد وجود لري، كيروټين میوو او سبزيجاتو ته سوريا ژيړ رنګ وركوي، کاروټين مواد وروسته له هغه چی بدن ته دننه شي پر ويټامين ای(vitamin A) بدلېږي، ويټامين A دسترګو دروغتيا اوليد لپاره  ډير اړين ويټامين دي اوله دی وړاندی په يو شمیر روغتيايي څیړنو او پلټنو كې ثابته شوی وه چې كارو ټين نومي مواد دسرطان دځينو ډولونو، دوينی دشريانونو دناروغيو اوله شكر څخه دانسان په خوندي ساتلو كی مرسته كوي. اوس ددغی نوی  استراليايي څیړنی پربنسټ دغه ګټوره میوه دنورو ګټورو موادو په لرلو سربیره کاروټين نومو موادو غوره سرچينه هم ګڼل كېږي، كوم چی په بدن كې د ویټامين ای دكمښت په پوره كولو كی دسترګو دليد له پاره ډیر اړين دي او مهم رول لوبوي، څیړونكو هڅه وكړه چې دكيلی دوه مختلف ډولونه وڅیړي او معلومه كړي چی ايا دكيلی په مختلفو ډولونو كې کاروټين اندازه توپير كوي كه نه.؟

دڅیړنو په پايله كی څرګنده شوه چی په ورځني ډول يوازی ديوی كيلی خوړل دعمر له زياتیدو سره دسترګو ليد ته دپیښیدونكو ناروغيو په مخنيوي كی ډیره زياته مرسته كوي.

همداشان دطبې برخې د نظرخاوندانو په باور چې د سترګو لید د کمیدو مخنیوی باید څنګه وشي د لاندې ګټورو معلوماتو لوستل او د ژوند په پړاویزو شیبو کې یې رعایتول هم مثبتې پایلې پرځای پرېږدي. بناءً دا ګټور معلومات داسې پیلېږي:

« آیا پوهیږئ چې ځینې داسې عادتونه مو خپل کړي چې د وخت په تیریدو سره د سترګو د مختلفو ناروغیو او د لید د کمزورۍ لامل ګرځي. دلته مو له یو شمېر هغو عادتونو سره اشنا کوو چې له هغه څخه په ځان ساتلو سره خپلې سترګې له مختلفو ناروغیو او د لید له کمزوری څخه ژغورلې شئ.

۱ – په غځیدلي حالت مطالعه:

که چیرې د شا په تخته غځیدلي یاست او د مطالعې لپاره مو کتاب خلاص کړئ نو په دغه حالت کې سترګې د تورو د لوستلو لپاره ډیره زیاته هڅه کوي او تر سخت فشار لاندې وي چې په پایله کې دغه عمل په پیل کې د سترګو درد او بیا د سترګو لید د کمزوري کولو لامل ګرځي. له دې څخه د خلاصون لپاره په رڼا خونه کې کتاب په خپله غیږ یا میز کې کیښودل ډیر زیات غوره دي. که چیرې سترګې مو د مطالعې پر مهال درد کوي. نو له ځنډ او کورنی درمل کارولو پرته اړوند متخصص ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

۲ – د ځیرک موبایل مخ پاڼې ته زیات کتل:

زموږ په جیبونو کې شته کوچني کمپیوتر یا ځیرک موبایل موږ له خپلو کورنیو او ملګرو سره په اړیکه کې ساتي او زیات کارونه مو اسانه کوي خو دغه بریښنايي وسیله د سترګو د لید او روغتیا تر ټولو ستر دښمن ګڼل کېږي، کوچنۍ مخ پاڼه د کوچني متن په معنا وي چې د لیدلو او لوستلو پر مهال سترګې له خنډ سره مخامخ کوي او پر سترګو فشار زیاتوي چې په ځوانۍ کې مو د عینکو کارولو ته مجبوروي.

۳ – د ډير وخت لپاره کمپیوټر کارول:

که چیرې په دفتر یا کور کې ستاسې ډیر وخت د کمپیوټر په وړاندې تېرېږي نو د سترګو د لید کمزوروالي کومه حیرانوونکې خبره نه ده ځکه چې د کمپیوټر زیات استعمال پر سترګو فشار زیاتوي چې دغه فشار د سترګو لید پر کمزورۍ سربېره د سترګو د نورو روغتیايي ستونزو لامل هم ګرځي. د روغتیايي کارپوهانو او روغتیايي څیړنو پر بنسټ ددې لامل د زیات وخت لًپاره د کمپیوټر مخ پاڼې ته متوجه کیدل نه دي، بلکې د مانیټور زاویه هم ده، د خپلو سترګو لید ژغورلو او روغ ساتلو لپاره د هر ساعت په پوره کیدو سره یو لنډه دمه وکړئ او له هغه وروسته بیرته خپل کارته ادامه ورکړئ.

۴ – لږې اوبه څښل:

د روغتیايي څیړنو پر بنسټ که چیرې یو انسان هره ورځ په کافې اندازه اوبه وڅښې نو کیداي شي د نوموړي کس ۸۰ فیصده روغتیايي ستونزې هوارې شی. زموږ سترګې هم له اوبو سره ډیره مینه لري او اوبه د سترګو د روغتیا لپاره ډیرې اړینې دي کله چې اوبه لږې څښل کېږي نو بدن له ډي هایډریشن یا د اوبو له کموالې سره مخ کېږي او له دغې ستونزې څخه سترګې تر ټولو زیاتې اغیزمنې کېږي. د یوې څیړنې پر بنسټ اوبه د اوښکو په وسیله سترګې مرطوبې ساتي، په سترګو کې د اوبو د کموالي لومړۍ نښه د اوښکووچیدل دي او د سترګو د وچیدو او د سترګو د عضلاتو د کمزوري کېدو لامل هم ګرځي.

۵ – د لمریزو عینکو نه کارول:

ډیره رڼا ورځ نه یواځې دا چې د انسان پوستکي زیانمنوي بلکې سترګې هم په مختلفو ناروغیو اخته کولی شي، د روغتیايي کارپوهانو په وینا د لمریزو عینکو استعمال سترګې د لمر الټراوایلیسټ وړانګو له ناوړه اغیزو څخه ژغوري او په دې ډول د سترګو د عضلاتو له فشار څخه چې ددغو عضلاتو  دله منځه تللو لامل ګرځي ژغوري وروسته له زیاتو څیړنو روغتیايي کارپوهان په دې باور دي چې په طبیعت کې زیات شمېر داسې خواړه هم شته چې کولاي شي د انسان د سترګو لید وژغوري او یا د سترګو کمزوری شوی لید بیرته خپل  اصلې او عادې حالت ته وګرځوي د یو لړ روغتیايي څیړنو پر بنسټ ګازرې د سترګو لپاره تر ټولو غوره او بهتره طبیعې درمل ګڼل کېږي دغه خواړه په خپل ترکیب کې بیټاکیروټین او ویټامین اي لري چې د سترګو عمومي روغتیا او لید لپاره له اندازې زیات اړین ګڼل کېږیي. له ګازرې سربیره شنه پاڼې لرونکي سبزیجات د لیوټین او زیاکزنټین نومې اکسیډنټ لری چې د عمر د زیاتوالي له امله په سترګو ښکته کیدونکې تورې پردې او په بشپړه توګه د لید د له منځه تللو مخ نیسي. هګۍ هم د سترګو د روغتیا لپاره له مهمو خوړو څخه ګڼل کېږي د هګۍ ژیړ هم د لیوټین او په زیاته اندازه زینک هم لري دغه خواړه هم زیاکزنټین له غوره منابعو څخه دي او انسان د سترګو لید د له منځه تللو او نورو ناروغیو څخه ژغورلي شي. پر پورته ذکر شوو خوړو سربیره د ستروس د کورنۍ میوې د توتانو مختلف ډولونو او بادام هم له هغو خوړو څخه دي چې د سترګو د عمومې روغتیا او لید لپاره ګټور او اړین مواد لري. سترګې د بدن له تر ټولو نازکو برخو څخه دي او ځانګړۍ ارزښت لری د سترګو په پاملرنه کې باید له اندازې زیاته پاملرنه وشي تر څو په ژوند کې د الله تعالې له دغه نعمت څخه بې برخې نه شو، د خپلو سترګو غوره روغتیا او تلپاتې کیدونکي لید لپاره له پورته ذکر شویو عادتونو څخه ځان وژغورئ او ذکر شوې خواړه په خپل ورځینې ژوند کې استعمال کړئ که چېرې په کمپیوټر کې کار کوئ له هر نیم یا یو ساعت وروسته دمه وکړئ او سترګو ته د ورزش ورکولو هڅه وکړئ.»

له شك پرته چې په نړۍ كې د هر انسان له پاره له هرڅه غوره شتمنۍ ښه صحت، بشپړه روغتيا اوسلامتيا ده، ځكه هر څوك دبشپړی روغتيا او سلامتيا په درلودلو سره واقعاً كولى شي چی خپلې ورځنۍ چاری په ښه توګه پرمخ بوزي اوپه دی ډول ځان، خپلی كورنۍ او په ټوليزه توګه هیواد اوهیوادوالو ته دغوره خدمتونو مصدر وګرځي، نوځكه هرانسان ته ښايي چې دخپلی روغتيا اوسلامتيا په ساتنه كې ډیر هوښيار، څيرك اوهڅانده واوسیږي. په دی هيله چې په ټوليزه توګه پتمن هیوادوال دپورته يادو شويو ټكو په نظر كې نيولو او دهغو په رعايت كولو سره دژوند په پړاويزو شيبو کې تل خپل ذهن آرام وساتي، ژوند ته خوشبين واوسي، له خوښۍ او خوشحالۍ څخه ډك اوسرشاره روحيه خپله كړي او هرډول خپګان اواندېښنه له خپل ژوند څخه لری كړي، او دسترګو د لید دکمید د مخنیوي په موخه هم دطبي برخې د نظرخاوندانو لارښوونې او سپارښتنې تل رعایت کړي ترڅو په دی توګه دسترګو لید یې خوندي، روغتیا، خوښي او هوساينه یې همیشنۍ شي.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *