افغانستان
WFP له ایران څخه افغانستان ته د هند د مرستو د لېږد غوښتنه وکړه
په کابل کې د ایران سفارت وایي، چې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازي ترې له هند څخه افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
په کابل کې د ایران سفارت وایي، چې په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام استازي ترې له هند څخه افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
سرچینه وایي د همکارۍ دغه غوښتنه د یاد شوي نړیوال سازمان استازي نن د ايران د سفارت له مرستيال سيد حسن مرتضوي سره په ليدنه کې کړې ده.
د ډبلیو ایف پي استازي په دې کتنه کې ویلي، چې ایران دې د چابهار بندر او بیا د «خف» له لارې د افغانستان خلکو ته د هند د مرستو د لېږد په برخه کې لازمې مرستې وکړي. ویل شوي، چې یادې مرستې به د هرات ریل پټلۍ له لارې ولېږدول شي.
په وروستیو کلونو کې له افغانستان سره د هند مرستې د پاکستان له لارې کېدې چې له ډېرو ستونزو سره مخ وې.