جهان
جاپان او برازيل د م.م. د امنيت د شورا ريفورم غواړي
جاپان او برازيل غواړي چې په روان کال لا د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د ريفورم يا اصلاح لپاره نوي هڅې پېل کړي.
جاپان او برازيل غواړي چې په روان کال لا د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د ريفورم يا اصلاح لپاره نوي هڅې پېل کړي. دواړو هېوادونو دا هوډ د هيروشيما د جي ۷ سرمشريزې غونډې تر څنگ څرگند کړ. د جاپان لومړي وزير فوميو کيشيدا او د برازيل ولسمشر لوييڅ اناسيو لولا دا سيلوا وويل چې د دغو اصلاحاتو لپاره به هلې ځلې پېل کړي. هغوی زياته کړه چې د جاپان او برازيل هدف دا دی چې په ياده شورا کې دايمي غړيتوب ترلاسه کړي. د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ هم د امنيت د شورا پر اوسني جوړښت تنقيد کړی و چې نور د قوتونو د شته تناسب استازيتوب نه کوي.