افغانستان

د هلمند اوسېدونکي د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو غوښتنه کوي

د هلمند د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو له نه‌شتوالي سر ټکوي.

د هلمند د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي په خپلو سیمو کې د ښوونځیو او روغتیایي مرکزونو له نه‌شتوالي سر ټکوي.

دوی وايي، له لسیزو راهیسې عامه دولتي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري او په وینا یې سرپرست حکومت باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.

د مارجې ولسوالۍ د تریخ ناور سیمې اوسیدونکی عبدالرازق وايي: «دلته موږ اووه زره کورونه اوسېږو، هېچ چاره نه‌شته، ناروغان لرو، خلک مو ډېر ستړي دي، وسایل هم نه‌لري چې یوه کلینیک ته پرې ځان ورسوو.»

د نادعلي ولسوالۍ د ماتکي سیمې اوسیدونکی عبدالهادي وايي: «اوسني حکومت هم راسره مرسته نه‌ده کړې، نه کلینیک، نه ښوونځي او نه یې مدرسه راته جوړ کړې ده.»

دوی د دې ولسوالیو له سیمه‌ییزو مسئولانو غواړي چې په سیمو کې یې د ښوونځیو، مدرسو، روغتیايي مرکزونو له جوړولو سربیره، عامه خدمتونو ته هم د دوی د لاسرسي زمینه برابره کړي.

د مارجې ولسوالۍ د سیستاني سیمې اوسیدونکی عبدالرازق وايي: «دا یوه داسې سیمه ده چې په مارجې کې د موبایل خاده شته، خو دلته په دښته کې نه‌شته.»

د مارجې ولسوالۍ د تریخ ناور سیمې اوسیدونکی عبدالودود زیاتوي: «له دېرشو او دوه دېرشو کلونو راهیسې خلکو ته هېڅه نه‌دی ورکړل شوي.»

بل‌خوا د هلمند سیمه‌ییز مسئولان د یادو ولسوالیو د اوسېدونکو ستونزې مني، خو وایي چې د هلمند په ټولو سیمو کې په مساوي توګه د عامه خدمتونو رسولو ته ژمن دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال محمد قاسم ریاض وايي: «ان‌شاء الله په ډېر لنډ وخت کې به د دې شاهدان یوو چې د هلمند لرې پرتو دښتو ته به د کلینیکونو او همداسې د ښوونځیو او مدارسو د جوړېدو لړۍ ورسېږي.»

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د هلمند نورو ولسوالیو اوسېدونکو هم په‌خپلو سیمو کې د رغنیزو پروژو د پلې کېدو او عامه خدمتونو ته د لاسرسي د زمینې د برابرېدو غوښتنه کړې وه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *