افغانستان

خیرخواه: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد کلتوري میراثونو او تاریخي آبدو ساتلو ته ژمن دی

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه نن په خپل کاري دفتر کې د اغاخان کلتوري خدمتونو څانګې له مشر انجینر اجمل میوندي، د یونسکو د کلتوري ادارې پخواني مرستیال بندرین فرانسیسکو د چین د ولسي جمهوریت د فوډان پوهنتون د تاریخ او لرغونپوهنې استاد اوشیک او مل پلاوي سره وکتل.

میوندي په دغه کتنه کې وویل؛ افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې د تاریخي آثارو، کلتوري میراثونو او تاریخي آبدو له امله ځانګړی نوم لري او زیاته یې کړه، چې موږ د کلتوري میراثونو او تاریخي آبدو ساتلو لپاره کار کوو.
نوموړي زیاته کړه، چې: ( موږ او تاسو ګډ تاریخ او کلتور لرو او باید هر لوری د کلتوري میراثونو د ساتنې لپاره ګډ او هر اړخیز کار وکړو.)
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه ياد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې افغانستان داسې لرغونې سیمي او کلتوري میراثونه لري، چې په نړۍ کې یې ساری کم لیدل کېږي.
خيرخواه زیاته کړه، چې د تېرې ۴۰ کلنې جګړې له امله د دغو لرغونو سيمو ډېرې برخې زیانمنې شوې دي او خاصه پاملرنه ورته نه ده شوې.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست همدارنګه وويل چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هېواد کلتوري میراثونو او تاریخي آبدو ساتلو ته ژمن دی او کلتوري مسایل باید له سیاسي مسایلو جلا وساتل شي.
نوموړي د آغا خان بنسټ څخه د افغانستان تاريخي آبدو د رغولو په برخه کې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *