افغانستان
فاریاب کې یو چوک جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د فاریاب ځايي مسئولین وايي، چې د یاد ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د یما پټرولیم شرکت له لوري د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو چوک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
د فاریاب ځايي مسئولین وايي، چې د یاد ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د یما پټرولیم شرکت له لوري د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو چوک جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.د یما پټرولیم شرکټ رئیس سید عبدالکریم آغا وویل، چې یاد ولایت د اندخوی ښاروالۍ ریاست په همکارۍ د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو چوک په معیاري او استاندرد توګه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.
د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت د اندخوی ولسوالۍ او آقینه بندر په لاره کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د سخي زاده په نوم د یو بل چوک د رغولو چارې پیل او په ۴ میاشتو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.